The news is by your side.

خلیلزاد بیا په سفر را وتلی څومره مهم دی

خبریال ویبپاڼه/ د افغان سولې لپاره د سولې وروستۍ هیلې او پريکړي راتلوونکو ورځو کې د ترکیې استانبول کې د افغان سولې پر تړاو لوی کنفرانس جوړ سي چې د امریکا طالبانو  او افغان دولت به د یو شمېر سیمه ییزو  هېوادونو استازي پکښي ګډون وکړي.

د امریکا  بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ترکیې کنفرانس له پیل وړاندې د افغان سولې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترکیې او دسیمې هېوادونو ته د خپل سفر لړۍ پیل کړې ترڅو وړاندې تر دي چې کنفرانس جوړ سي د ګډو هېوادونو نظریات واخلي.

امریکا کوښښ کوي چې پر افغان دولت او طالبانو  باندې فشار زیات کړي ترڅو د مي میاشتي را دې خواته د سولې یوې موافقې ته ورسیږي او دې ته زمینه برابره کړي چې بهرني سرتیري له افغانستانه ووزي خو لا هم څرګنده نه ده چې د ترکیې کنفرانس د افغانس سولې لپاره څومره نتیجه ورکړي خو  په عمومي ډول سره دا کنفرانس خورا مهم بلل سوی.

تر مي پوري د ټولو بهرنیو سرتیرو وتل

که څه هم د طالبانو او امریکا د هوکړې له مخې باید په راتلوونکې مي میاشت کې ټول بهرني سرتیري له افغانستانه ووزي خو داسې مالومیږي چې هیڅ بهرنی سرتیري به پر دې نېټه له افغانستانه ونه وزي او خپل ماموریت ته دې هېواد کې دوام ورکړي د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي چې له تخنیکي پلوه د سرتیرو ایستل به تر مي میاشتي پوري ترسره نه سي خو دوی کوښښ کوي ترڅو د افغان سولې لپاره هڅه وکړي په افغانستان کې میشتو نورو بهرنیو هېوادونو هم ویلي چې  په دې حالت کې له افغانستانه وتل مناسب نه دي او څو چې د لته حالات سم سوي نه وي نو له افغانستانه نه وزي، په ورته وخت کې بیا طالبانو ګواښ کړی چې که بهرني ځواکونه د دوحې د هوکړي سره سم له افغانستانه ونه وزي نو پر ضد به يې سختې جګړې وکړي.

د زلمي خلیلزاد دا سفر به روغوونکی او په ټوله کې د دې کنفرانس د جوړیدلو لپاره د چمتوالي لپاره وي او کله چې دا کنفرانس پيل کیږي ښايي ډیري مهمې پریکړې تر شا پریږدي تر ډیره خو داسې فکر موجود دی چې په دې کنفرانس کې ښايي د نظام جوړیدلو پر څرنګوالي هم بحث وسي

Comments are closed.

koi finance