The news is by your side.

د اوریوو د التهاب درملنه څنګه وکړو؟

که چیري تاسې هره ورځ خپل غاښونه پاک نه کړئ، نو د اوریوو شا او خوا برخه کې بکتریاوي به ستاسو اوري التهابي کړي، چي دې ناروغۍ ته د اوریوو التهاب ویل کیږي. د اوریوو رنګ سور اوښتل ،پړسېدل او د غاښونو د برس کولو په وخت کې وینې کېدل یې هغه نښې دي چې د اوریو التهاب ورته وایي.. د اوریوو ویني کیدل د اوریوو د التهاب نښه بلل کیږی.

که چیري بکتریاوي د څو روځو لپاره پریښودل شي، نو په یوي کلکي مادي باندې بدلېږي چي د غاښونو د منګ په نوم یادیږي . د غاښونو پر سر چې کوم ژېړ پوښ راڅرګند شوی یا هم د غاښونو د منګ زیږه سطحه نوري بکتریاوي د ځان خواته رانیسي او د غاښونو منګ لا ډیروي. د غاښونو منګ په پیل کي پیکه زیړ رنګ ته ورته وي، چې د کافي او چایو په استعمال سره تور رنګ خپلوي.

د اوریوو د التهاب درملنه څنګه وکړو؟

که چیري بکتریا او د غاښونو منګ  له منځه یووړل شي نو د اوریوو التهاب کمیږي او ستاسو اوري به بیرته خپله سلامتیا ومومي. هغه بکتریاوي چي د اوریوو څخه پورته پیدا کیږي تاسو یي په خپله لری کولی شي، خو هغه منګ او بکتریا چي د اوریوو څخه ښکته وجود لري باید د غاښونو د ډاکټر یا متخصص په واسطه لري کړاي شي. ځیني خلک د غاښونو د منګ د زیاتیدو په ګواښ کي وي او له همدي امله باید د غاښونو ډاکټر ته څو څو ځله ولاړ شي تر څو د اوریو له خرابېدو څخه مخه ونیول شي.

د دي لپاره چي خپل غاښونه مو د التهاب له ګواښه لرې پاتې شي او یا هم د خولې له نورو ناروغیو چې د همدې التهاب له امله ورسره مخ کېږو، تاسو باید لاندی ټکي په نظر کې ونیسئ:

1. خپل غاښونه هره ورځ پاک کړي ځکه د بکتریا هغه  زیړ پوښ چي په طبعي ډول ستاسو په غاښونو کي راپیدا کیږي له منځه ولاړ شي.

2. هغه عادي برس چې تاسو یې د غاښونو پاک والي ته ورنه ګټه اخلئ د غاښونو ترمنځ خالیګاوو ته نشي رسیدلی. د غاښونو تر منځ د خالی ځایونو کې د پاتې خوراکي څیزونو د پاکولو لپاره تاسو باید د غاښ پاکولو ډکۍ یا داسي یو برس چي د غاښونو منځ ته رسیدلي شي استعمال کړي.

3. یواځي د ډوډي پاتي زري پاکول کافی ندي، تاسو باید د بکتریا هغه پوښ یا زیړوالي لري کړي کومو چي ستاسو غاښونه پوښلئ دي

4. د غاښونو د ښې ساتنې لپاره باید په هرو ۶ میاشتو کی يو ځل د غاښونو ډاکټر ته لاړ شئ،‌ ستاسو د غاښونو ډاکټر یا متخصص به د غاښونو د هرې ورځې  پاکوالي په اړه درته لارښوونه وکړي.

5. د اوریوو ناروغی ډېری وخت دردونکي نه وي، نو له همدي امله یی تاسو نشي احساس کولي چي ستاسو غاښونه له ګواښ سره مخامخ دي. نو ضروري ده چي تاسو په دوامداره توګه د غاښونو له ډاکټر یا متخصص سره د معاینې لپاره و ګوري.

د خپلو غاښونو سلامتیا لپاره مو پورته یادې شوې لارښوونې عملي کړئ.

لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed.