The news is by your side.

د ترکیې غونډه به د سولې او جګړې برخلیک مالوم کړي؟

خبریال وېبپاڼه / د افغان سولې لپاره د امریکا د نوې طرحې له مخې په ترکیې کې د بن په څېر د کنفرانس جوړېدو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې ده.
تازه ترکیې او امریکا د یاد جوړېدونکي کنفرانس پر اجنډا خبرې کړې دي او ټینګار یې کړی، چې دغه برخلیک ټاکونکې غونډه باید په سمه توګه ترسره شي.
په ترکیه کې د امریکا سفارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې خلیلزاد د روانې مارچ میاشتې په وروستیو ورځو کې په ترکیه کې ددغه هېواد له مهمو لوړپوړو چارواکو سره کتلي دي او پر افغان سوله یې له دوی سره خبرې کړې دي.
سرچینه کاږي په دې لیدنو کې تر ډېره د راتلونکي کنفرانس پر جوړېدلو او د افغان سولې کنفرانس پر اجنډا او ګډونوالو بحثونه شوي دي او ټینګار شوی چې باید یاده غونډه په منظم شکل ترتیب شي.
امریکایي سفارت د کنفرانس د اجنډا په اړه څه نه دي ویلي خو وايي تمه ده چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره جوړېدونکی کنفرانس په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو او سولې بهیر د چټکتیا لامل شي.
د ترکیې غونډه د سولې لپاره د امریکا د نوې طرحې له مخې جوړېږي، چې د افغان سولې او جګړې د برخلیک په اړه به پکې برخلیک ټاکونې پرېکړې وشي او ښايي نور د سولې ډرامه هم یو طرفه کړي.
په دې غونډه کې امریکا، افغان حکومت، طالبان، سیاسیون او د سیمې هېوادونو لوړ پوړي چاروکي ګدون کوي او د بُن کنفرانس ته ورته غونډه ده.
دا چې یاده غونډه به د افغان سولې او جګړې برخلیک مالوم کړي او که نه، جلا بحث دی، خو امریکا نور له افغان جګړې په تنګ راغلی او غواړي په یو ډول دغه ډرامه نوره ختمه کړي.
دا به د بایډ د ادارې ستره بریا وي چې د ماموریت په لومړیو میاشتو کې دومره ستره معظله حل کوي، داسې معظله چې ټرمپ په میاشتو میاشتو لا یوې مالومې نتیجې ته ونه رسوله.
دلته بیا افغانان هم هیله مند دي چې یاده غونډه به د افغان سولې په اړه ګټوره تمامه شي او نور به د جګړې لمن ټوله شي.

Comments are closed.