The news is by your side.

چين افغانستان کې د امريکايي ځواکونو اړوند خپل دریځ بیان کړ

خبريال وېبپاڼه- د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ وايی چې د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل بايد کاملا په مسوولانه ډول وي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په تاجکستان د اسيا د زړه د کنفرانس په جريان کې وکړې، ده وويل چې د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل بايد مسوولانه او منظم وي، ترڅو يو ځل بيا په دې هېواد تروريستي ډلې سر راپورته نکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر زياته کړه چې د تروريزم سره بايد په ګډه مبارزه وشي، هغه په لومړي ځل د شمالي ترکستان د ډلې په هکله هم خبرې وکړې او ویې ويل چې دداعش، القاعده او شمالي ترکستان ټولو سره بايد مبارزه وشي يو بل ته لاس سره ورکړل شي او دا ډلې له منځه یوړل شي.

ښاغلي وانګ د افغانستان سره د چين د مرستو يادونه هم وکړه او ویې ویل چې هېواد يې د افغانستان سره ګډې همکارۍ او پراخ ملاتړ ته تيار دی، هغه وويل چې د کورونا وبا په مهال یې د افغانانو لاس ونیوه.

د چین د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د مسوولانه وتلو غوښتنه کوي چې څو کاله وړاندې بيجينګ دا ډول کوم نظر نه درلود او ددې پلوی یې کوله چې امريکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي.

خو اوس د چين نظر بدل شوي دی او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شتون نور د خپل ځان لپاره يو خطر بولي، تېره ورځ د چین د بهرنیو چارو د وزرات ویاندې وویل چې امريکا غواړي چين د اسلام د دنيا سره په ټکر کې راولي.

چين نه يوازې چې د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل غواړي بلکې د امريکايانو د مخالفينو طالبانو سره يې اړیکې هم اوس تر بل وخت ښې دي.

چین او روسیه دوه هغه ستر قدرتونه دی چې په سيمه کې په ځانګړي ډول په افغانستان کې نور د امريکايي ځواکونو شتون نه غواړي خو ددې سره سره د افغانستان څخه امريکايي ځواکونو مسوولانه خروج غواړي.

د مسوولانه خروج څخه د ډېری کسانو برادشت دادی چې لومړی بايد امريکا په افغانستان کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو د مثبتې پایلې لپاره همکاري وکړي بين الافغاني خبرې کامیابې کړي او په افغانستان کې د يو دايمي اوربند د کولو وروسته دا هېواد پرېږدي.

Comments are closed.