The news is by your side.

ترکيې د بين الافغاني خبرو د بريا لپاره اساسي ټکي ته اشاره وکړه

خبريال وېبپاڼه- ترکیه هم يو له هغه هېوادونو څخه ده چې د افغانستان په چارو کې دلچسپي لري، ددې هېواد د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اؤلو چې نن يې په تاجکستان کې د اسیا د زړه په کنفرانس کې خبرې کولې وويل چې په افغانستان کې روانه شخړه يو اساسي حل ته اړتيا لري خو دا حل یوازې د خبرو له لارې ممکن دی.

مولود چاوش اؤلو په خپلو خبرو کې وويل چې له بده مرغه په افغانستان کې اوس هم د تاوتریخوالي کچه ډېره لوړه ده، خو ددې لپاره چې يو معقول او متداوم سياسي حل ترلاسه شي نو پکار دداسې يو هدف لپاره لومړی يو جامع اوربند شي او پسې بين الافغاني خبرې دوام وکړي.

ده زياته کړه چې د افغانستان امنیت د ترکيې لپاره ډېر زيات مهم دی، د افغانستان امنیت د سیمې په هېوادونو مستقيم اغېز کوي، چاوش اؤلو د تاجکستان او افغانستان دواړو څخه مننه وکړه چې دا کنفرانس يې جوړ کړ.

چاوش اؤلو د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې د افغانستان مسله د سيمې د هېوادونو همکارۍ ته اړتيا لري او بايد د خپلې سیمې ستونزې پخپله سره حل کړو، ده زياته کړه چې د اسيا د زړه لړۍ او د استنبول پروسه د افغانستان اړوند ترټولو ښه پايله لرلی شي او پکار ده چې په دې غونډو کې د دا ډول ستونزو د حل څخه نيولې د تجارت او سوداګرۍ تر پرمختګ پورې بحث وشي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وويل چې په دوحه کې تېر کال د طالبانو او امريکا ترمنځ ترمنځ لاسليک ډېر زيات مهم دی خو ددې سره بيا هم په افغانستان کې تاوتریخوالی په لوړه کچه شتون لري، هغه زياته کړه چې پکار ده د اساسي حل لپاره په افغانستان چې يو جامع اوربند قايم شي.

تمه وه چې راتلونکې مياشت ترکيه د بين الافغاني غونډې کوربه وي په کومه کې چې د افغانستان لپاره سرنوشت ټاکونکې پرېکړې کېدې، خو اوس ويل کېږي چې طالبان ددې غونډې د نېټې بدلون غواړي او وړانديز يې کړي دی چې دا غونډه دې وروسته له روژې څخه جوړه شي.

که څه هم امريکا ددې غونډې د جوړېدو د فوریت په هکله اشرف غني ته خبر ورکړي و خو دا ځل طالبان په دې عاجل ډول دې غونډې ته نه دي تيار حال دا چې افغان حکومت ويلي و چې په دې غونډه کې د ګډون لپاره پوره اماده ګي لري.

Comments are closed.