ایا افغان جګړه دیني ده؟
خبریال وېبپاڼه/ د افغانستان د پخواني جمهوررئیس داوود خان تر کودتاه وروسته یو شمېر افغانان پاکستان ته وتښتېدل او هلته یې د پاکستان د استخباراتي ادارې یا ای اېس ای غېږې ته پناه یوړه. ای اېس ای دغه کسان وروزل، مسلح یې کړل، د جګړې مفکوره یې ورکړه او د ورانکاریو لپاره یې افغانستان ته را ولېږل، تر څو دلته د وخت نظام کمزوری کړي.
ای اېس ای دغو کسانو ته د دین خبره کړې وه، چې د وخت حکومت او جمهوررئیس (داوو خان) کافر دی او له روسانو سره اړیکه لري، ځکه خو یې باید پر ضد جهاد وشي، دا چې د ای اېس ای لخوا روزل شویو افغانانو ځانونه د دین ستنې بللې، نو یې د داوود خان پر ضد د جهاد په نوم جګړه پیل کړه، خو حمله کوونکي اکثره د خلکو له خوا ونیول شول او یا وځپل شول، ځکه ولس هغه وخت د داوودخان په حکومت اعتماد درلود. له ټولو څخه لویه اشتباه همدا وه چې دغه ګروپ د دښمن کورته پناه وړې وه او د دوی د احساساتو نه یې د خپلو اهدافو په خاطرسؤ استفاده وکړه، ځکه د دې جنګي ډلې رهبرانو د پاکستان د جمعیت اسلامي له علماوو زده کړې کړې وې.
کله چې د خلق ګوند د روسانو په حمایت کودتاه وکړه، روسانو هم د خلق ګوند غړو ته دا سندره په غوږ کې زمزمه کوله چې هغه افغانان چې د روسانو له پالیسیو سره مخالف دي، یا د دوی د ګوند غړی نه دي، هغوى باید وځپل شي، زندانونو ته واچول شي، بې له محاکمې اعدام شي، جایدادونه یې ضبط او فرار ته مجبوره شي. د دوی د ظلم او حکومتولۍ د خرابېدو له امله مهاجرتونه پيل شول، په سلګونو زره او بیا په میلیونونو افغانان د جنګ د دوام له امله بې کوره او د ګاونډیو هېوادونو لمنو ته وغورځېدل. ګاونډي هېوادونو د نړیوالو په حمایت دا مهاجرین په خپل غېږ کې ونیول او د نړۍ د سوړ جنګ نیابتي رقابت ته یې په افغانستان کې دوام ورکړ. دواړو اړخونو افغانان په شا تپول چې تاسې ښه مسلمانان یاست او یا ښه وطندوستان او د یو بل پر ضد باید وجنګیږي. د جنګ د دوام لپاره ايډیالوژي وسیله وه نه هدف. د دواړو خواو نه د اوس په شان افغانان وژل کېدل او افغانستان ورانېده. یو ورور به یې د مجاهد په نوم جنګېده او بل ورور به یې د اشرارو پر ضد جګړه کې خپل ورور واژه. دا تاریخي واقعیت دی، کتابونه پرې لیکل شوی دي.
اوسنى حالت هم د تاریخ تکرار دی. د پخوا په څېر افغانان هڅول کيږي چې تاسې د دین پتنګان یاست، خپل افغان وروڼه باید ووژنئ او افغانستان وران کړئ. د افغانستان مکتبونه، ودانۍ، سړکونه، جوماتونه، غرونه، بوټي، کلي، بانډې، ښارونه او د لوبو ځایونه او خلک ټول کافر دي او له منځه باید یوړل شي. که دا کار مو وکړ، نو د جنت حورې او غلمان به ستاسې په خدمت کې وي. اوس هم په دواړو اړخونو کې د پخوا په څېر افغانان وژل کېږي او داسې کور به په افغانستان کې نه وي چې له دې اوږدو جګړو څخه نه وي اغېزمن شوى .
د تېرو جنګونو او د اوسنیو جګړو مهم تفاوت دا دی چې په پخوانیو جګړو کې افغانان په پټو سترګو د جنګ د دوام ښکار شول، ځکه ډېرى افغانان په سیاست نه پوهېدل، د سیمه يیزو او نړیوالو هېوادونو په استخباراتي لوبو یې سر نه خلاصېده او معلوماتو ته لاسرسی په نشت حساب و، اما اوس افغانان په رڼو سترګو د جنګونو ښکار دي. د دوی په مخکې تېرې تجربې شته دی، معلوماتو ته لاسرسى لري او دا د لمر غوندې ښکاره حقیقت دی چې د جنګونو د دوام لپاره دین، مذهب، قوم، ژبه او سمت د وسیلې په توګه استعمالیږي. مسلح مخالفین د جنګ د دوام لپاره له پاکستان څخه اوس په ایران او د عربو نه په روس زیات اعتماد کوي او له هغوى سره اړیکې لري. وسله والو ډلو ته په غوږ کې دا سندره ویل کېږي چې افغانستان کې جهاد ځکه روا دى چې بهرنیان په افغانستان کې دي.
نو ویلى شو چې د افغانستان جګړه دیني اړخ نه لري او نه یې پخوا درلودله. د افغانستان جګړه پخوا او اوس هم د سیاسي او اقتصادي اهدافو او طبعي منابعو په خاطر روانه ده. یا په بله معنا د سیمه يیزو او نړیوالو رقابتونو نیابتۍ جګړې په افغانستان کې د افغانانو په لاس د نورو د اهدافو لپاره روانې وې او دي. دې کې شک نشته چې ډېرو افغانانو به پاک احساسات درلودل، وطندوسته به و او یا به يې له دین سره مینه وه، نو ځکه یې قرباني ورکوله. اما هغو کسانو او یا ملکونو چې دوى يې رهبري کول، د هغوى موخې دیني نه وې او د دوى د دیني او وطندوستۍ له احساساتو څخه یې سؤ استفاده کوله او کوي يې.
Comments are closed.