The news is by your side.

ولسمشر غني د پاڼ او پرانګ تر منځ

<span;>خبريال ويبپاڼه/ افغان ولسمشر اشرف غني په دې ورستيو کې له سختو ننګونو سره مخ دی چې له خوا په خپله په حکومت کې داخل او له حکومت څخه د باندي د سیاستوالو سره په ټکر او لانجه دی خو له بلې خوا بيا طالبان په ځواکمنيدو دي چې داسې ويره ده که امريکايې ځواکونه له افغانستان له په نا مسولانه ډول ووځې په افغانستان کې به سخته کورنې جګړه رامنځته او طالبان به د هيواد ډيرې برخې ونسې.

<span;>په حکومت کې دننه خطرونه چې ښاغلي غني ته متوجه دي لومړی هغه يې  د مخکني سيال ډاکټر عبدالله عبدالله سره د وزارتونو په سر ويش دی چې لا هم نه دی حل شوی او په سر يې ناندرۍ راونې دي چې وروستۍ هغه يې د کورنيو چارو د وزير په سر ناندرۍ وې چې ان خبره تر موقت حکومت ورسيدله. عبدالله عبدالله ولسمشر غني ته اخطار ورکړی وو چې که يې خبره ونه منل شې دوی نو دی او ډله به يې د همدې حکومت په شتون کې بل موازي حکومت جوړ کړي.

<span;>هېره دې نه وي چې يوازي عبدالله عبدالله نه دی چې د ولسمشر غني سره په ناندریو بوخت دی بلکې په ولسمشر غني د راتاوو شوې فاسدي کړۍ له امله له پخواني ولسمشر حامد کرزي څخه نيولي تقريبا ټول بانفوذه سیاست وال ترې خفه بلکې په وړاندي يې ولاړ دي.

<span;>که څه هم ولسمشر غني له يوه لوري له سختو ننګونو او ناندریو سره مخ دی له بل لوري طالبان په ځواکمنيدو دي چې د دي ويره شته يو موقت حکومت به رامنځته او له وخت مخکې کې به ټاکنې تر سره او آن د نظام د ړنګېدو ویره هم شته .

<span;>چې اوس ولسمشر غني په يوه داسي حالت کې دی چې نه د واک دوام غځولی شې او نه کولای شې چې په ارامه واکمني وکړي.
<span;>اوس ولسمشر غني د پروژو د پرانستلو په موخه کوښښ کوي په دغه ډول کارونو سره په عامو خلکو کې خپل بايللی محبويت زيات او خلک دې ته وهڅوي تر څو د اوسني  نظام ملاتړ وکړي.

<span;>ښاغلی غني په پلان کې لري د سل پروژو او سل زيرو په نامه په راتلونکو دوو مياشتو کې سل داسې پروژې افتیتاح کړي چې په تېرو شلو کنو کې بې ساري وې.
<span;>بايد وويل شې چې غني هغه وخت کولای شې له دغه ترينګلي حالت څخه ووځې چې پرې راڅرخېدلي فاسده کړۍ له ځانه لري او د ولس اصلي غوښتنو ته ځواب ووایې . چې اوس مهال دغه فاسده کړۍ ټول نظام بدنامه کړی دی.

Comments are closed.

koi finance