The news is by your side.

ايران د سولې په احتمالي تړون کې خپله مهمه غوښتنه بيان کړه

خبريال وېبپاڼه- په تاجکستان کې د اسيا د زړه په کنفرانس کې د ايران د بهرنيو چارو وزير د سولې په يوه احتمالي تړون کې د ايران له لوري ترټولو مهم ټکی بیان کړ.

جواد ظريف په دې غونډه کې وويل چې ايران د سیمې په تعاملاتو کې د همکارۍ او دې تعاملاتو ته د افغانستان د ورننه کېدو ته ژمن دی او ددې د پوره ملاتړ نیت لري، ده زياته کړه چې په دې تعاملاتو کې د افغانستان د ګډون لپاره داسې يوه سوله حتمي ده چې د بين الافغاني خبرو په پايله کې ترلاسه شوې وي.

ظريف په عين وخت کې د ملګرو ملتونو څخه هيله وکړه چې د بين الافغاني خبرو په اسانۍ او چټکتیا کې د ټولو لوريو سره همکاري او مرسته وکړي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير همدار راز وويل چې د بين الافغاني خبرو يا د هر ډول یوه جوړجاړي په پايله کې بايد د افغانستان د خلکو دا حق محفوظ وساتل شي.

د ايران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان سره د خپلو اقتصادي اړیکو په هکله هم خبرې وکړې او ویې ویل چې تېر کال د افغانستان د ریل وې شبکه د ايران د ریل وې د شبکې سره وصل شوه کومه به چې په سيمه ایزه او نړیواله کچه په تجارت کې مهم بدلونونه راولي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير همدار راز وويل چې د افغانستان د ستونزې حل یوازې او یوازې بين الافغاني خبرې دي او ددې پرته بله هره لار به دايمي ستونزه حل نکړی.

ايران چې د طالبانو سره په دې وروستيو کې خپلې اړیکې تر بل هر وخت قوي کړې دي په افغان سوله کې د ولسواکۍ د اصلي ټکي يانې ټاکنو پلوي اعلان کړه، د چارو شننونکي وايي چې که ايران واقعاً د بين الافغاني خبرو يوه ښه پايله غواړي کومه چې د افغانستان په سوله پای ته ورسول شي نو پکار ده چې په طالبانو د خپل موجود نفوذ څخه مثبته ګټه واخلي.

Comments are closed.