The news is by your side.

څارنوالۍ د رويا رحماني فساد ثابت کړ، حکومت ولې خاموش دی؟

خبريال وېبپاڼه- امريکا کې د افغانستان د سفارت د دیوال په جوړولو کې د افشا شوي فساد وروسته چې کال ورباندې تېر شو اوس هم مفسدین نه نيول شوي دي او نه هم کومه جزا ورته ټاکل شوې ده.

په امريکا کې د افغانستان سفيره رويا رحماني، د ولسمشر سلاکار همايون قیومي او د ولسمشر پخوانی سلاکار شاد محمد څرګندو هغه کسان دي چې په دې قضيه کې لاس لري او په اړوند یې ښکاره شواهد هم خپاره شوي دي.

تېر کال هغه راپور په افغانستان کې په افغان حکومت او چارواکو د فساد د روان ناورين يو ښکاره مثال و چې په امريکا کې يې د افغانستان د سفارت د دیوال د جوړلو دوسيه را وسپړله.

د ۷۰ مېتره په اوږدوالي د یو دېوال د جوړلو لپاره په امريکا کې د افغانستان د سفارت چارواکيو چې په سر کې يې سفيره رويا رحماني ده ۱،۸ ميليونه ډالرو د مصرف ادعا کړې وه.

ددغه دېوال د جوړېدو لپاره لومړی وړانديز د یو شرکت لوري په ۹۱۵ زره امريکايي ډالر شوی و، خو د سفارت چارواکو او همایون قیومي ددې وړانديز د منلو په ځای دا پروژه يا ددې دیوالو کار یوه بل شرکت ته د ۱,۶ ميلیونه ډالرو ورکړی.

په کابل کې بيا د ارګ تر چتر لاندې د ملي تدارکاتو ادارې هم دغه قراداد منظور کړی دی او بلاخره د افغانستان د بوديجې څخه د افغانستان د خلکو د پيسو څخه دغه دېوال ته د لومړۍ بيې ۲۱ چنده زیاتې پیسې ورکړل شوې دي.

د فساد په ضد د مبارزې څارنوالۍ وايي چې د رويا رحماني په شمول په دې قضيه کې د نورو اړخونو سره يې تماس نيولی دی چې ترڅو د پوښتنو ګرويږنو لپاره محکمې ته حاضر شي خو هغوی محکمې ته نه دي حاضر شوي.

سفيره رويا رحماني خو بيا په هېڅ ډول د چا سره اړيکه نه ټینګوي او د رسنیو پوښتنو، ایمیلونو او پیغامونو ته هم هېڅ ډول ځواب نه ورکوي او اوس ويل کېږي چې په کور کې ده او د سفارت چارې هم په سم ډول په مخ نه وړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او د هېواد نور لوړ مقامونه په دومره لوی فساد په دومره ښکاره فساد باندې يو ډول سترګې پټوي او د مسلې په حل د مفسدینو په حاضر کولو او هغوی ته سزا ورکولو کې همکاري نکوي.

په ښکاره ډول د فساد په وړاندې داسې بې غوري د هغه ادعاوو يو ډول تاييد دی چې ويل کېږي پخپله د حکومت ټوله مرکزي هسته هم د فساد یوه برخه ده او د فساد په وړاندې د مبارزې شعار یې صرف یو تبليغ او د خلکو په سترګو کې خاورې اچول دي.

ليکوال؛ تاج محمد ارين

Comments are closed.