fbpx

ته چې لاړې دنیا شپه شوه محمده

نړۍ د وحشت اوج ته رسېدلې وه، انسانيت ورک و، انساني کرامت تر پښو لاندې و،  خلکو د ځناورو خصلتونه خپل کړي و، ښځينه اولادونه ژوندي په ځمکه ښخېدل، رب چا نه پېژنده او له چا هېر و، هر چا ځان ته يو معبود ټاکلی و. د ظلم، وحشت، دهشت او ناپوهۍ ټغر خپور و، د جهالت تورتمونو نړۍ توره تياره کړې وه، ظالم له ظلم څخه خوند اخيست، خو د مظلوم غږ چا نه اورېده.

په داسې حالاتو کې يو لوی انقلاب ته اړتيا وه، داسې انقلاب چې د انسانانو تر منځ توپيرونه ختم کړي، د ظالم لاس رالنډ او مظلوم له ظلمه وژغوري، داسې انقلاب چې د ناپوهۍ ټغر راټول او د پوهې رڼاګانې د نړۍ ګوډ ګوډ ته ورسوي، داسې انقلاب چې خلک د انسانيت پر لور بورځي.

دې انقلاب بيا يو سرلاري ته اړتيا درلودله، نو کره خبره ده چې د داسې انقلاب سرلاری هم بايد، داسې يو شخص وای چې انساني اخلاق، خوی خصلت او کړه وړه يې د ټولې نړۍ لپاره يوه بېلګه وي. داسې شخص ته اړتيا وه چې له ظالم څخه يې ډار نه وي، د ظلم پر وړاندې مبارزه وکړي، په ځان تنګې سختې تېرې کړي، خو حق ته د باطل په سترګه ونه ګوري.

نو ځکه خو لوی رب د انسانيت ستر لارښود او د ټولې نړۍ لپاره د اخلاقو بې مثاله نمونه ستر انسان (حضرت محمد صلی الله عليه وسلم) پيدا کړ. د هغه تر راتګ وروسته اسلام دين د نړۍ ګوډ ګوډ ته ورسېده او هغه نادودې چې ترسره کېدې پای ته ورسېدې.

د نبي کريم صلی الله عليه وسلم اخلاق د نړۍ لپاره يوه لويه بېلګه ده، بېشکه چې د هغه اخلاق بې مثاله و او وي به، ځکه خو الله تعالی په (القلم) سورت (څلورم) ايت کې فرمايي: ((وَإِنَّكَ لَعَلٰى خُلُقٍ عَظِيمٍ))

ژباړه: او بېشكه ته د لوړو اخلاقو مرتبه لرې.

دې ستر انسان په خپلو عالي اخلاقو نړۍ ته بدلون ورکړ، هغه به هر کله له انسانانو سره د ښه چلند سپارښتنه کوله.

ابوهریره رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په مومنانوکې د کامل او پوره ایمان خاوند هغه څوک دی، چې اخلاق یې ښه وي او په تاسو کې غوره هغه دی، چې د خپلو ښځو لپاره ښه وي. (رواه احمد)

همدا شان په بخاري شريف کې بل حديث دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: زه فقط د ښو اخلاقو د بشپړتيا په موخه بشريت ته را لېږل شوی یم.

نبي کريم صلی الله عليه وسلم د بې کچه نرمو اخلاقو خاوند و، هغه به تل له نرمښت څخه کار اخيست، ان د مشرکينو د سختو حرکتونو ځواب به يې په ډېرې نرمۍ وايه چې له امله به يې ډېر مشرکين د نوموړي له اخلاقو متاثره کېدل او ايمان به يې راوړه.

نبي کريم صلی الله عليه وسلم له هېچا شخصي کسات او بدله نه اخيسته، خو که د الله تعالی د دين بې حرمتي به کېدله بيا به يې حتمي کسات اخيسته.

د کسات اخيستلو په اړه په بخاري شريف کې حديث دی چې عايشه (رض) وايي: رسـول الله صلی الله علیه وسلم هېڅـکله ځـان لـپاره د چا څخه کسات نه دی اخیســتی، مـګر د الله جـل جـلاله د شـریعت بې حرمتي که وشي، بــیا د هغه کسـات اخـلي.

محمد صلی الله علیه وسلم له عبدالله او امنې د قريشو په قوم  په مکه مکرمه کې د (ربيع الاول) مياشتې پر (۱۲)مه  د دوشنبې پر ورځ وزيږېد او د همدې مياشتې پر همدې نېټه د (۶۳) کالو په عمر له دې نړۍ وکوچېد.

پر دغه ستر انسان دې درود وي: ((اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ، وعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، کَمَا صَلَّیْتَ عَلَى آلِ إبْرَاهِیمَ، إنَّکَ حَمِیدٌ مَجیدٌ. اللَّهُمَّ بَارِکْ عَلَى مُحَمَّدٍ، وعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، کَمَا بَارَکْتَ عَلَى آلِ إبْرَاهِیمَ، إنَّکَ حَمِیدٌ مَجْیدٌ))