ولسمشر: واک به د ټاکنو له لارې سپارم
خبریال ویبپاڼه/ نن افغان ولسمشر د اسیا زړه هېوادونو په نهم کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل چې واک سپاري خو کوم څوک چې د شفافو ټاکنو له لارې به ځای ناستې ته سپاري
ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې د واک لیږد به له ده وروسته یوازي د ټاکنو له لارې ترسره کیږي او د افغانانو ستره هیله سوله ده چې دوی په دې برخه کې خپلې ټولې هڅې ترسره کړې دي.
ولسمشر له نړیوالې ټولنې او سیمه ییزو هېوادونو وغوښتل چې د افغان سولې برخه همکاري وکړي ځکه د دوی همکاري زایته اړینه ده.
غني له نړیوالې ټولنې د ټاکنو په ترڅ کې د نظارت غوښتنه وکړه او زیات یې کړه ځای ناستې ته به واک د همدې ټاکنو له لارې چې د نړیوالې ټولنې تر څار لاندې به ترسره سوي وي.
په ورته وخت د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وویل چې له ټولو لارو تیار یو چې د افغان سولې پروسې سره همکاري وکړو او دا پروسه بریالۍ کړو.
هغه دا څرګندونې د استانبول پروسې نهم جوړي سوي کنفرانس ته وکړې چې پکښي افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ګډون کړی وو.
امام علي رحمان وویل د تاجکستان ستره هیله دا ده چې په افغانستان کې سوله او امن رامنځ ته سي او دوی به له ټولو ممکنه لارو کوښښ وکړي چې د افغان سولې سره مرست وکړي.
راتلوونکې اپریل میاشت د افغان سولې پر تړاو په ترکیه کې لوی کنفرانس جوړیږي چې کولای سي یو برخلیک ټاکوونکي پایلې ولري په دې کنفرانس لا له وړاندي طالبانو او افغان دولت خپل پلاوی ټاکلي او په دې کنفرانس کې به ګډون کوي.
په ورته وخت کې د یوې سیمه ییزې اجماع د رامنځ ته کولو لپاره د اسیا زړه کنفرانس څخه ښايي کار واخستل سي افغان ولسمشر د دې ترڅنګ چې په دې کنفرانس يې ګډون کړی بلکې د کنفرانس په څنډه کې يې د یو شمېر نورو هېوادونو له مشرانو سره هم لیدنې کړې چې پر همکاریو او د سولې پر پروسه يې یو له بل سره خبرې کړې دي.
تراوسه پوري د ترکیې کنفرانس ته پوره چمتوالی نیول کیږي او داسې ښکاري چې دا به یو برخلیک ټاکوونکی کنفرانس وي
Comments are closed.