The news is by your side.

بلوڅ ملتپالو بیا نهه پاکستاني پوځیان غځولي

خبریال وېبپاڼه/ بلوڅ ملتپالو له پاکستانه د بلوچستان ایالت د ازادولو مبارزې په لړ کې یو ځل بیا پر پاکستاني پوځیانو مرګونی برید کړی دی چې نهه تنه یې وژلي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

له سیمې خبریال وېبپاڼې ته د را رسېدلو مالوماتو له مخې، دغه برید تېر ماښام د بلوچستان د کوهلو ولسوالي په نساؤ سیمه کې رامنځته شوی دی.

د راپورونو له مخې، د بلوڅ جنګیالیو له لوري د پاکستاني پوځ پر موټریز کاروان د ریموټ کنټرول ماین چاودنه کړې، چې په پایله کې یې، ۹ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر پوځیان په کې ټپیان شوي دي.

د بلوچستان لیبرشن ارمي جنګیالیو ویاند جنید بلوڅ ویلي، چې پاکستاني پوځیان د بلوڅانو د نسل وژنې  له عملیاتو د پوځې اډې پر لور روان وو، چې په لاره کې د دوی له لوري ایښودل شوي ماین پرې چاودنه وکړه.

 تېره ورځ د صلاله بازار په یحیی چوک کې هم د بلوڅ جنګیالیو له لوري پاکستانۍ پوسته له منځه وړل شوې وه چې یو شمېر پاکستاني پوځیان پکې ووژل شول.

همدې سره جوخت بیا تېر ماخوستن د بلوچستان په کيچ سيمه کې د پاکستاني پوځيانو پر يوه تازه جوړ شوي کمپ خونړي بريدونه شوي چې د مرګ ژوبلې په اړه یې تر اوسه دقیق مالومات نه دي ترلاسه شوي.

خبریال وېبپاڼې ته له سيمې په رسېدليو راپورونو کې ويل شوي دي چې دغه کمپ څه موده وړاندې د کيچ په سامي سيمه کې د چين او پاکستان د ګډ اقتصادي دهلېز د امنيت ټينګولو په موخه جوړ شوی و.

د سيمې اوسېدونکي وايي، لومړی له کمپ څخه د درنو چاودنو غږونه پورته شول او تر هغه وروسته د سپکو او درنو وسلو ډزې پيل شوې چې تر ډېره یې دوام درلود.

تر اوسه د دغه بريد مسووليت چا نه دی منلی، خو په بلوچستان کې ورته بريدونه ملت‌پال بلوڅان کوي او خپله مبارزه یې جاري ساتلې ده.

پاکستاني پوځیانو تر اوسه د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

بلوڅ ملت پال وايي چې د پاکستاني جابر پوځ په مقابل کې به یې مبارزه جاري وي او تر هغو به ترې لاس په سر نه شي، چې دغه پوځ د دوی له ځورونو لاس نه وي اخیستی.

Comments are closed.