The news is by your side.

افغان جګړه د طبعي منابعو لپاره ده، دیني اړخ نه لري

خبریال وېبپاڼه/ امریکايي سناتوران وايي، د افغان جګړې یو لوی علت د دغه هېواد پریمانه طبعي زېرمي دي، چې د سیمې هېوادونو پام یې ځانه ته را اړولی دی.

امریکايي رسنیو د دوی له قوله زیاته کړې، چې ګاونډي هیوادونه هڅه کوي، ترڅو په یاد هېواد کې جګړه تونده وساتي او په غیر قانوني ډول د افغانستان د کانونو استخراج وکړي او د طبیعي منابعو له اړخه افغانستان ته د یوه غني هېواد په سترګه ګوري.

یاد سناتوران وايي، چې ځینې ډلې ټپلې افغان جګړې ته دیني او مذهبي اړخ ورکوي خو دا مفکوره غلطه ده او حقیقت دا دی چې دلته د طبیعي منابعو پر سر جګړه روانه ده.

د دوی په خبره، چې که امریکا له افغانستان څخه ووځي، نو ګاونډي هېوادونه به هڅه وکړي، ترڅو د ترهګرو پرمټ د یاد هېواد طبعي زېرمې وباسي او خپلو هېوادونو ته یې ولېږدوي.

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړي ادم کینزینګ د امریکا د راتلونکي دفاع په نامه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، چې افغانستان داسې منابع لري، چې ارزښت یې تریلیونه ډالرو ته رسیږي او که امریکا له افغانستان څخه ووځي؛ نو د سیمې هېوادونه به د یادو کانونو د ایستلو هڅې پیل کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې امریکا باید په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د حضور موده او غځوي او له یاد هېواد څخه په مسؤلانه ډول ووځي، تر څو دلته بیا د ترهګرو ځالې جوړې نه شي او طبیعي منابع خوندي پاتې شي.

د افغانستان د طبیعي منابعو په اړه تر دې وړاندې هم نړۍوالو تبصرې کړې دي او ویلي یې دي چې جګړه مارانو دلته د پردیو ګټو د خوندیتوب او د طبیعي منابعو د لوټولو لپاره جګړه توده ساتلې ده.

د دوی په خبره کې شک کول ځکه نه دي پکار چې څو څو ځایه وسله وال طالبان په دې تورن شوي چې طبیعي منابع په ځانګړي ډول قیمتي ډبرې له یو شمېر ولایتونو لکه کونړ، بدخشان او نورو باسي او بهر ته یې لېږدوي.

بل خوا اوبه چې د افغانستان د پراخو طبیعي منابعو له ډلې شمېرل کېږي دا مهال په پریمانه توګه ګاونډیو هېوادونو ته ځي، چې جګړې یې د مدیریت مخه نیولې ده.

Comments are closed.