The news is by your side.

د اسیا زړه کنفرانس د ولسشر د وینا مهم ټکي

خبریال ویبپاڼه/ تمه ده چې نن سه شنبه د تاجکستان پلامینه دوشنبې کې د اسیا زړه استانبول پروسې وروستۍ ورځ کنفرانس چې افغان ولسمشر غني به هم ورته وینا وکړي ترسره سي.

په دې کنفرانس نن پر اصلي  مسایلو باندې بحثونه کیږي د غونډې یوې برخې  ته افغان ولسمشر او ښآيي د تاجکستان ولسمشر هم ویناوي وکړي.

په دې هکله ارګ ویلي چې د ولسمشر غني  وینا به د سیمه ییزو همکاریو او د ترهه ګرۍ سره د مبارزې ترڅنګ یو شمېر نور موضوعات هم په ځان کې  راونغاړي.

ارګ ویلي چې  په سیمه ییزه کچه اقتصادي همکاري، سوداګري څومره، له مخدره توکه او تروریزم سره مبارزه د کرونا په وړاندې مبارزه او دې ته ورته موضوعات به دولسمشر غني وینا پرې راټوله وي او په ټوله کې د افغان سولې او راتلوونکو همکاریو په هکله هم خبرې وسي.

ولسمشر غني تیره ورځ له کابله دوشنبې ته ولاړ او هلته يې د تاجکستان ولسمشر، چارواکو او بهرنیو هېوادونو له وزیرانو سره کتلي چې د افغان سولې پر تړاو يې د دوی ملاتړ تر لاسه کړی او د نورو همکاریو په هکله یې خبرې کړې دي.

راپورونه وايي چې ولسمشر په دې سفر کې  له تاجکستان هېواد سره پنځه د همکاریو تړونونه هم لاسلیک کړي چې پر بینا به یې افغانستان ته ګټې ورسیږي.

په دې کنفرانس کې به د افغان سولې پر تړاو د یوې  قوي سیمه ییزې اجماع د رامنځ ته کولو لپاره هم کوښښ وسي او په سیمه کې د ترهه ګرۍ پر ضد د مبارزې برخه کې به هم ټنیګار وسي.

همدارنګه د استانبول پروسې کنفرانس ګډ هېوادونه به د اقتصادي پیاوړتیا او انرژي برخه کې هم خبرې وکړي او په دې برخه کې به د پرمختګونو لارې وسنجوي.

دا کنفرانس په اوسني وخت کې د افغانستان لپاره هم خورا مهم دی چې له یوې خوا د منځنۍ اسیا په کچه افغانستان خپل هویت تاز ثابت کړ او سولې پروسې لپاره د دې هېوادونو د ملاتړ لپاره هم یو ښه چانس سو چې کولای سي د استانبول راتلوونکې غونډې ته ساه ورکړي ښايي د کنفرانس په څنډو کې افغان مشران له بهرنیو چارواکو سره ځانګړې لیدنې هم ولري چې د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه به ترې وسي

Comments are closed.