امریکا افغانستان کې له کوم ناوړه حالت سره مخ ده

خبریال ویبپاڼه/ شل کلن پوځي ماموریت لګښتونه، زحمتونه تلفات او مرستې د امریکا په دې ماموریت کې نغښتې کړنې وې خو دا ټول يې  په قرار دادي شکل سره کول او داسې ویل کیږي امریکايي ځواکونو ډیری قراردادونه تر ۲۰۲۳ کال پوري کړي چې او کچیري اوس وزي نو خساره به یې ورکوی چې دوی يې له مالي بهران سره مخ کړي دي.

د امریکا د دفاع وزارت د والو او نه وتلو منځ کې حیرانه ده چې باید څه وکړي او دې پریکړې ته په انتظار له ناوړه مالي حالت سره لاس او ګریوان دي د امریکايي رسنیو د راپورونو په حواله، له طالبانو سره د هوکړې له مخې امریکايي ځواکونه باید په راتلوونکې مي میاشت کې له افغانستانه ووزي خو دا چې د دوی د ماموریت په هکله تراوسه پریکړنده پریکړه نه ده سوي نو دوی يې له هره پلوه له ستونزو سره مخ کړي دي.

د راپورونو له مخې له دې سره سره چې یاد سرتیري له ناوړه مالي ستونزو سره مخ راتلوونکی برخلیلک يې هم نه دی روښانه چې څه به کیږي تر دې وړاندې اودا مهال باید امریکایي ځواکونه د خپل نظامي او مالي اړتیا وو لپاره له شرکتونو او کمپنیو سره قرار دادونه ولري خو دا چې د دوی پاتي کیدل او نه پاتي کیدل مالوم نه دي نو ډیری قرار دادونه هم له نامالوم برخلیلک سره مخم دي او ډیری  يې داسې دي چې پنټاګون يې باید مالي تاوانونه هم ورکړي.

تراوسه پوري داسې مالومه پریکړه نه ده سوې چې پاتي سو یا ولاړ سو، امریکايي مشران ان تر سرتیري په همدې کشمکش او جنجال کې شپې او ورځې تیروي که پاتیږي له هوکړې سرغړونه ده او ښايي چې له درنو بریدونو سره مخ سي که ځي نو شل کلنې لاس ته راوړنې او نړیوال اعتبار ته یې زیان رسیږي امریکا اوس افغانستان کې په خپلو اتو کې ډبله ده هره پریکړه ورته خورا سخته ده.

ډيری امریکایان په دې اند دي چې که جګړه جوړیږي یا نور مصارف خو امریکايي ځواکونه د اوس لپاره باید افغانستان کې  پاتي سي او هلته د امریکا قرباني او ګټې لا هم خوندي وساتي خو دولت يې ویلي چې سرتیري به باسي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More