The news is by your side.

افغان پوځ‌ هغه کوتل موندلی چې‌ علي پور پکې پوځي وسايط ساتل

خبريال وېبپاڼه- افغان امنیتي ځواکونو هغه کوتل موندلی دی چېرته چې تروريست علي پور او ډلې يې د افغان امنیتي ځواکونو پینځه موټر پټ کړي و.

افغان پوځ وايي چې دوی د وردګو ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د ملا یعقوب په کوتل کې د تروريست علي پور له لوري کارول کېدونکی کوتل موندلی دی، په دې کوتل کې علي پور د افغان پوځ ټول پينځه عدده پوځ وسايط پټ کړي و چې په دې پینځو موټرو کې درۍ دانې رنجرې يوه دانه هاموې او يو انټرنېشنل موجود و.

د ۲۰۳ تندر قول اردو چې د جنوب ختيځ په اوو ولايتونو کې فعاليت کوي په باميانو کې لګيا دي او د علي پور جنايتونه بربنډوي او سيمه ډېر په احتياط سره تصفیه کوي.

علي پور او د هغه تروريستي ډلې چې څو اونۍ وړاندې د افغان پوځ یوه الوتکه نسکوره کړه او نهه تنه پوځيان یې په شهادت ورسول د ايران له لوري یې هر اړخیز ملاتړ کېږي، دغه ډله چې په افغان حکومت کې دننه د ځينو هزاره سياستوالو ملاتړ هم له ځان سره لري په وردګو ولايت کې د کوچنیانو او نورو پښتنو په قتل هم تورنه ده.

ددې تروريستي ډلې مشر علي پور تر دې وړاندې يو ځل افغان پوځ ونیوه او لاس تړلی یې کابل ته راوړ، خو په کابل کې د ولسمشر غني لومړي معاون او نورو پرديپالو رسنیو دې پېښې ته قومي رنګ ورکړ هزاره قوم يې لاريونونو ته وهڅاوه او په پايله کې علي پور بيا د سرور دانش په ضمانت خوشي و.

که څه هم علي پور ژمنه کړې وه چې بيا به هېڅکله وسلې ته لاس نه وروړي خو چې څنګه خلاص شو نو سمدلاسه یې بېرته د خپلې ډلې سره يو ځای شو او په سيمه کې يې په تروریستي کړنو لاس پورې کړ.

علي پور او د هغه تروريستي ډلې په وردګو ولايت کې د بهسودو په ولسوالۍ باندې حمله کړې وه او هغه ولسوالۍ يې سقوط کړې وه، ددې جناياتو په لړ کې هغه په دې ولسوالۍ کې ګڼ شمېر پوستې هم له منځه وړې او د افغان پوځ عسکر یې په شهادت رسولي دي.

که څه هم افغان حکومت وايي چې علي پور به خامخا د خپلو کړنو په سزا رسوي خو خلک هيله لري چې په نورو پېښو دا پېښه هېره نشي او علي پور په لنډ کې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

 

Comments are closed.

koi finance