The news is by your side.

تاجکستان له افغانستان سره امنیتي همکاري زیاتوي

خبریال وېبپاڼه/ تاجکستان او افغانستان په امنیتي برخه کې د ګډو همکاریو تازه هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.

دغه هوکړه لیک نن د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات له خپل تاجکستاني سیال سره د ولسمشر غني او نورو لوړ پوړو چارواکو په حضور کې د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه کې لاسلیک کړ.

کورنیو چارو وزیر حیات الله حیات وايي، چې دغه هوکړه‌ليک د افغانستان او تاجکستان تر منځ په امنیتي برخه کې د ژمنې تازه کول دي، څو دلته د قانون حاکمیت ټینګ شي، جرمي شبکې وځپل شي او خلک په غوره فزیکي او رواني امنیت کې ژوند وکړي.

هغه په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي چې د دې هوکړه‌ليک په اساس به دواړه هېوادونه په ملي او نړۍوالو دواړو کچو په ګډه کار وکړي او د سټراټیژیکو همکاریو په چوکاټ کې به د ګډ امنیت پروګرام طرحه او عملي کړي.

هغه هیله ښوولې چې د امنيت په ټينګښت او د عامه نظم او امن په تامين کې به یاد هوکړه لیک ګټور تمام شي او په کور دننه به امنیتي وضعیت یو څه سم شي.

افغانستان او تاجکستان تر دې وړاندې هم د امنیتي همکاریو په ځانګړي ډوله د پولو د ساتلو په برخه کې هوکړه لیکونه امضا کړي وو، چې تر ډېره یې ښه نتیجه درلوده.

خو افغانستان او تاجکستان داسې مهال د امنیتي همکاریو تازه هوکړه لاسلیکوي، چې ټاکل شوې ده، د راتلونکې میاشتې په سر کې ترکیه کې د سولې اړوند مهمه غونډه جوړه شي او د جګړې د برخلیک په اړه جدي پرېکړې وشي.

 دلته بیا په هېواد کې ورځ تر بلې امنیتي وضعیت خرابېږي او جګړه ان تر ښارونو پورې رسېدلې ده، چې خلک یې سخت اندېښمن کړي دي او د بېړني اوربند غوښتنه کوي، هغه څه چې طالبان ترې انکار کوي او هیڅکله یې دا غوښتنه نه ده منلې.

د دې هر څه ترڅنګ د سیمې هېوادونو څخه د سولې په برخه کې د همکاریو جلب یو ښه اقدام دی او افغان حکومت ته دا فرصت ورکوي چې تر سولې وروسته ښه راتلونکی جوړ کړی او په ځانګړي ډول د ترکیې غونډې ته وار دمخه د سیمې هېوادونو ملاتړ را جلب کړي.

Comments are closed.