The news is by your side.

صالح: طالبان تر پخوا وحشي او جاهل شوي

خبریال وېبپاڼه/ د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، وسله والو طالبانو په بادغیس کې عام خلک شکنجه کړي دي او دا د دوی د وحشت او جهالت ښکاره نښه ده، چې د ولس په حافظه کې به پاتې وي.

صالح پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې طالبانو د بادغیس ولایت جوند ولسوالي ته خوراکي محاصره ورکړې او هغه کسان لومړی شکنجه کوي او بیا یې وژني، چې خپلو کورونو ته خوراکي توکي او ډوډۍ وړي.

هغه زیاته کړې، چې له عامو خلکو سره زور او زیاتی د منلو وړ نه دی او ژر به د طالبانو دغه محاصره ماته کړي.

صالح ټنګار کړی، چې طالبانو له دې وړاندې د دین او شریعت دروغجن شعارونه ورکول خو اوس یې د چنګیز د لښکرو او د مغولو په څیر کړنې پیل کړي دي او له هر ډول اسلامي او انساني اصولو خلاف ناوړه کارونه کوي.

د صالح په باور د یادې ولسوالي خلکو د طالبانو د یاد ظلم په وړاندې مقاومت هم کړی او افغان حکومت هڅه کوي، چې هلته د خلکو له استازو سره په تماس کې شي او له هر څه ژر ورته خوراکي توکي ورسوي.

د ولسمشر لومړي مرستیال وړاندې لیکلي، چې طالبان اوس فکر کوي، دوی د هغه وخت طالبان نه دي، چې زرغون فصلونه به یې سوځول، خو د صالح په خبره چې طالبان اوس نه یوازې دا چې تغیر یې نه دی کړی بلکی نور هم وحشيان شوي او جاهل شوي دي.

هغه ویلي، چې که طالبان سوله وکړې او یا یې ونه کړي، خو د دوی له ناپاکو تندیو څخه به دا د وحشت داغونه هیڅکله پاک نه شي او د تل لپاره به د ولس په حافظو کې پاتې وي.

صالح داسې مهال د طالبانو په اړه توندې څرګندونې کويچې ټاکل شوې ده، د راتلونکې میاشتې په سر کې په ترکیه کې د سولې په تړاو برخلیک ټاکونکې غونډه جوړه شي، چې د سولې او جګړې په اړه به مهمې پرېکړې پکې کېږي.

د شنونکو په باور، صالح باید د سیاسي ادبیاتو په کارونه کې له دقت څخه کار واخلي او داسې څرګندونې ونه کړي، چې طالب ډله لا سر تمبه کړي او سولې ته نه وايي.

Comments are closed.