The news is by your side.

امریکا د يو بل هېواد سره هم خپلې اړيکې پرې کړې

خبريال وېبپاڼه- د یو څه ځنډ وروسته د امريکا متحده ايالاتو د ميانمار په وړاندې د جدي اقداماتو لړۍ پيل کړه، د امريکا د متحده ايالاتو حکومت د ميانمار سره خپلې ټولې سوداګريزې اړيکې وځنډولې.

د امريکا د متحده ايالاتو د سوداګرۍ استازي کاترين تای رسنیو ته په يوه استول شوی پیغام کې ويلي‌دي چې تر څو پورې د ميانمار پوځ واک بېرته ټاکل شوي حکومت ته نه وي سپارلی نو ددې هېواد سره به هیڅ ډول سوداګري نکوي.

په دې پیغام کې راغلي دي چې د امريکا د متحده ايالاتو حکومت د ميانمار د پوځ له لوري ددې هېواد د خلکو په وړاندې روان شدت او تاوتريخوالی غندي، امريکا د ميانمار د خلکو ترڅنګ ولاړه ده او د هغوي د ډيموکراتيکو حقوقو د ترلاسه کولو مجادله ستايي او مرسته ورسره کوي.

تېر کال د نوامبر په مياشت کې د ميانمار پوځ ددې هېواد ټاکل شوي حکومت ځکه له دندې لرې کړ او ددې حکومت مشره يې نظربنده کړه چې په ټاکنو کې د درغليو ادعاوې وشوې، د ميانمار د پوځ ددې اقدام په غبرګون کې په دې هېواد کې پراخ لاريونونه پيل شول او د پوځ دا پرېکړه یې وغندله.

خو ددې هېواد پوځ د خپلو خلکو په وړاندې د شدت ډکه لاره وټاکله، تراوسه پورې ددې هېواد د پوځ له لوري د سلو څخه زیات لاريون کوونکي وژل شوي او په زرګونو نور بيا نيول شوي دي، ددې هېواد څخه ځینې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې پوځ د نیول شویو لاريون کوونکو سره ډیر سخت چلند کوي او ځینې يې ان ډېر شديد شکنجه شوي هم دي.

پوځ په دې هېواد کې یو کال بېړنی حالت اعلان کړیدی او ددې هېواد د سياسي مشرانو او وزیرانو په شمول یې ډیر کسان نيولي او له دندو‌ ګوښه کړي دي، پوځ په ځانګړي ډول د اقتدار په ګوند باندې فشار زيات کړی او ډېری مهم غړي يې زندانونو ته اچولي دي.

Comments are closed.