The news is by your side.

فېسبوک د وینزویلا د ولسمشر په ګډون تر یو ملیارد ډیرو حسابونه تړلي

<span;>خبريال ويب پاڼه /سان فرانسسکو: د ټولنیزو رسنيو له ډلې فسبوک يوه خبر پاڼه خپره کړي چې پکې ويل شوي  فېسبوک د کورونا ویروس په اړه د غلط معلوماتو خپرولو په پار  د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو رسمي پاڼې په ګډون له په نړۍ او وينزويلا کې ۱.۳ میلیارده څخه ډیر حسابونه او پڼې بندې یا کنګل کړي دي.

<span;>د فېسبوک ادارې دغه خبره پاڼه  کې راغليیوه  چې “په تیرو دریو میاشتو کې ۱.۳ میلیارده  حسابونو بندولو یا کنګل کولو په شمول د کورونا ویروس او د دې ويروس د واکسینونو په اړه د غلط معلوماتو خپرولو مخنیوي لپاره  لپاره يې سخت اقدامات تر سره کړي دي.”

<span;>اعلامیه زیاتوي  چې د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو رسمي پاڼه پرون په دې خاطر د فسبوک له خوا  کنګل شوه ، چې د ښاغلي مادورو پاڼې د کورونا واکسینو په اړه  غلط معلومات شریکول.
<span;>او په ياده پاڼه کې  د کورونا وپروس  درملنې لپاره یوه داخلي او جادويي لار بیان شوي وه. دا د هومیوپیتیک درملو په اړه ویډیو وه چې سمدلاسه لرې شوې.

<span;>فېسبوک په یوه بیان کې ومنله چې  د تیر کال له مینځ راهیسې حسابونه بندوي او  هغه فوسټونه او مینځپانګې لرې کوي ترڅو د کورونا په اړه د غلط معلوماتو خپرولو مخه ونیسي.
<span;> په دریو میاشتو کې د ۱.۳  ملیارد حسابونو بندولو سربیره ، د روغتیا کارپوهانو په وینا ، د کورونا واکسینو پروړاندې د غلط معلوماتو د خپرلو په موخه له ۱۲ ملیونو  څخه ډیر توکي لرې شوي.

<span;>د يادولو وړ ده چې دا لومړی ځل نه دی چې د ټولنيزو له ډلي فسبوک ورته ګام اخلي بلکې فسبوک.او دې ته ورته نورو ټولنيزو رسنيو.د نړۍ لويو او مشهورو څيرو اکاونټونه تړلي دي.

<span;>چې تر ټولو ګرمه او مهيمه موضوع د امريکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اکاونټ تړل وو.

<span;>ډونلډ ټرمپ چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د جو بایډن پر بریا نیوکه وکړه او هغه یې جعلي ولسمشر وباله ، له هغه وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د هغه پر ضد اقدام وکړ.
<span;>لومړی ټویټر د ټرمپ حساب بند کړ ، بیا فېسبوک ورته وکړل ، بیا انسټاګرام او سنیپ چیټ د ټرمپ حسابونه هم بند کړل.

Comments are closed.