The news is by your side.

د امریکایانو وتل د طالب د ناروا جنګ وروستۍ سلګۍ

خبریال وېبپاڼه/ له ډېر ځنډ او چنو وروسته بلاخره امریکا اعلان وکړ چې د روان کال د سپټمبر میاشتې په یوولسمه له افغانستانه خپل ټول سرتېري وباسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په روکسل کې یوې غونډې ته ویلي چې نور به امریکايي پوځیان افغان جګړه شاته پرېږدي او د ناټو له ځواکونو سره یو ځای به له افغانستانه وځي.
د امریکا دغې پرېکړې په کور دننه او افغانستان کې ګڼ شمېر غبرګونونه را پارولي، چا یې د ګټو په اړه تبصرې کړې دي او چا یې د زیانونو په اړه بحث کړی دی، خو یو عام نظر دا دی چې د امریکایي ځواکونو له وتلو سره نور په افغانستان کې د طالبانو لخوا د روانې جګړې د مشروعیت وروستۍ دلیل هم ختمېږي.
طالبانو ته دوې لارې ور پاتېږي، یا به سوله کوي او له اوسني حکومت سره به د یوه ګډ حکومت د منځته راتګ لپاره توافق کوي او یا به د جګړې له لارې واک ته د رسېدو لار غوره کوي.
دوهمه لار ځکه ممکنه نه ده، چې افغانستان اوس د اویایمو لسیزو هېواد نه دی او د ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړې لیکې لکه د تېرو دوو کلونو په څېر تر دې وروسته هم له هېواد، خاورې او خلکو د دفاع پوره تابیاوې لري او طالب ته اجازه نه ورکوي، چې د پخواني جمهوررئیس شهید ډاکټر نجیب الله تاریخ بیا تکرار کړي.
لومړی لار تر ډېره پورې مناسبه ده او طالبان باید له اوسني حکومت سره په ګډه د یو داسې حکومت د جوړېدو په هکله توافق ته ورسېږي، چې پایله یې د ارامي او ابادي یوه نوي فصل ته د افغانستان ور داخلېدل وي.
خو دلته بیا یوه اندېښنه بله دا شته، چې طالبان لا هم د پاکستان په ولکه کې دي او پاکستان هېڅلکه نه غواړي چې افغانان د یوه مستحکم نظام او خپلواک هېواد درلودونکي وي، چې دې اندېښنې ته بیا هم ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه ځواب ویلی شي او د پاکستان د مداخلو مخنیوی ساده خبره ده.
اوس نو طالبانو ته پکار ده چې که رښتیا د دې خاورې او خلکو خواخوږي او د دین ټېکه داران ځان بولي، نو دوهمه لار دې غوره کړي او د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته دې له اوسني حکومت سره په داسې نوي حکومت توافق ته ورسېږي، چې افغانستان د ابادي او ارامي نوي فصل ته داخل او د افغانانو د څلوېښتو کلونو هیله ور پوره کړي.
لیکوال: هادي مخلص

Comments are closed.