The news is by your side.

بلوڅانو د ای‌اېس‌ای څلور افسران هلاک کړي

خبریال وېبپاڼه/ د پاکستان د محکوم ایالت بلوچستان په لسبیله ولسوالي کې د پاکستان د څارګرې ادارې یا ای‌اېس‌ای څلور افسران وژل شوي او لس تنه نور ټپیان دي.
دغه پېښه د لسبیله ولسوالي په حب چوکي سیمه کې د وژل شویو پولیسو په یاد د فوټبال ټورنمنټ په لوبه کې رامنځته شوې ده.
ځايي ډاکټرانو ویلي چې د ټپیانو وضعیت هم ښه نه دی او ښايي د وژل شویو کسانو شمېر پورته شي.
د یادې پېښې مسوولیت بلوڅ‌ملتپالو منلی او ویلي یې دي، چې دغه برید یې د ازادي غوښتنې مبارزې په لړ کې کړی دی.
د بلوچستان د ازادي غوښتونکي لښکر ویاند ازاد بلوچ ویلي چې ملګرو یې هغه وخت د ای اېس ای پر افسرانو د بم چاودنه وکړه، کله چې هغوی د فوټبال په لوبه اخته و.
د پاکستان پوځ دغه برید منلی، خو د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویلي.
د پوځ ویاند منلې چې په ملګرو یې برید شوی، خو دا یې نه ده روښانه کړې، چې د چا لخوا شوی او څومره کسان ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.
د بلوڅ ملتپالو ویاند ازاد بلوچ ویلي چې دوی به خپلې مبارزې ته تر هغو پورې دوام ورکوي څو چې یې بلوچستان د پاکستان له ولکې خلاص کړی نه وي او د یوه خپلواک هېواد بڼه یې نه وي ورکړې.
ازاد بلوچ ټینګار کړی چې پاکستان نور باید بلوچستان کې له مداخلو لاس واخلي او د یوه خپلواک هېواد په سترګه ورته وګوري، که نه د پوځیانو سرنوشت به یې له تیارو سره مخ شي.
بلوڅ‌ملتپالو کلونه د پاکستان د پوځ پر ضد وسله واله مبارزه پیل کړې او په دې لړ کې یې بې شمېره پوځیان وژلي او ټپیان کړي دي، چې پاکستانی حکومت یې غوسه کړی او وخت ناوخته د بلوچانو پر ضد عملیات هم کوي.
پاکستاني پوځ د بلوڅ‌ملتپالو زرګونه ځوانانو، سپین ږیرو او مېرمنو ته مرګ ژوبله اړولې او هغوی یې تري تم کړي دي.
بلوچستان د پاکستان تر ټولو غني ایالت دی او په همدې خاطر پاکستانی پوځ نه پرېږدي چې دغه ایالت د یوه خپلواک هېواد بڼه خپله کړي، ځکه بیا یې پریمانه طبعي منابع چې اوس پاکستانی حکومت ترې ګټه اخلي، کنټرولېږي.

Comments are closed.