The news is by your side.

باجو بلینکن ته درواغ وویل

خبریال ویبپاڼه/ پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې د پاکستان دپوځ مشر جنرال قمر باجوه د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره پر یو  شمېر موضوعاتو خبرې کړې دي.

که څه هم دوی ویلي پر موضوعاتو او افغان سوله ږغیدلي خو پاکستان او په تیاره باجوه هر وخت په خپلو خبرو او ژمنو کې دروغ ویلي او هره خبره چې يې کړې بیا يې رښتیا نه ده ثابته کړې له همدې امله ویلای سو چې باجوه یوځل بیا دروغ ویلي خو دا دروغ ټلیفوني دي.

باجوه مخامخ هه دروغ وايي خو دا چې ټلیفون کې خبرې  کوي نو سم یې وايي د پاکستان دې  پوځي  مشر څو ځله له افغانستان سره د همکاریو او په خپله خاوره کې د اورپکو د پټن ځایونو د له منځه وړلو خبرې کړې خو تراوسه یې یوه هم نه ده رښتیا سوې.

باجوه بلینکن سره پر افغان سوله او د خپلو ګډو ګټو په هکله ږغیدلی چې څومره به یې عملي کړي ځکه نور وختونه هم له امریکایانو سره پر ورته موضوعاتو ږغیدلی خو هیڅ هم دنه دي سوي.

ویل کیږي دوی دواړو د افغان سولې په برخه کې د وروستیو پرمختګونو په هکله هم ږغیدلي باجوه ویلي د فغان سولې ملاتړ ته ژمن دي چې د افغانانو په مشرۍ وي او خپلو هلو ځلو ته به د دې پروسې د بریا لپاره دوام ورکړي.

امریکا يې هم زړه نازړه هڅې ستایلې خو پاکستان د کومې او باجوه دکومې همکارۍ خبره کوي خبریال ویبپاڼې داسې یو راپور چې ګواکي پاکستان د افغانستان د سولې پروسې د ناکامولو هڅه کوي خپور کړ.

په دې راپور کې د یوه کاناډايي تحلیلګر له خولې څخه لیکل سوي وو، چې نړۍ به لا ترڅو په افغانستان کې د پاکستان نیابتي جګړې ته وخت ورکوي.

هغه و یلي چې  پاکستان اوس هم په دې هڅه کې دی چې د افغان سولې هڅې  او روانه پروسه له ناکامۍ سره مخ کړي هغسې وسول طالبانو په پآکستان کې خپل منځي غونډې وکړې او د ترکیې راتلوونکی کنفرانس کې يې  ګډون کول رد کړل.

نو د پاکستان ټولې ژمنې او خبرې دروغ دي او د امریکا په ګډون دي هیڅ هېواد د دوی په دې ژمنو او خبرو نه غولیږي

Comments are closed.