The news is by your side.

له چاغېدو او خوړو د وېرې بې نظمي

له چاغېدو او خوړو د ویرې بې نظمي

کوم خلک چې په دې بې نظمۍ اخته دي که ډېر بې کچې ډنګر هم وي ګمان کوي چې ډېر چاغ یا څورب دي او یا به څورب شي.
د وزن کمولو او یا کم ساتلو لپاره کم خواړه خوري.

که خوراک هم کوي نو دومره خواړه نه خوري چې بدن خپله اړتیا پرې پوره کړي.

تل په دې هڅه کې وي چې وزن کم کړي او څورب نشي.
دا ډول خلک خپل بدن ته بې کچې زیان اړوي.
د یادې بې نظمۍ د درملنې لپاره مختلفې طریقې شته یوه یې (Maudsley Method) ده دا طریقه ډېره د هغو کسانو لپاره کاریږي چې عمر یې تر ۱۸ یا هم تر دې کم وي.
د درملنې پای کې له درېیو دوه ناروغان خپله روغتیا ترلاسه کوي او دا ډول وېره پکې ختمېږي.
دا ویره تر هرې بلې ویرې د انسان د ژوند ګواښونکې ده.
د تشخیص لپاره یې ډاکټران د (Diagnostic and Statistical Manual of Mental Disorders) طریقه کاروي او له هغې وروسته پرېکړه کوي چې په ناروغ کس کې دا ډول ویره شته او که نه.

  1. علایم
    ۱ – دا ډول خلک له خپل قد او عمر سره برابر وزن نه ساتي
    ۲ – تل په دې اند وي چې بدن یې څورب دی او له وزن اخیستلو ویره لري
    ۳ – د بدن د جوړښت او وزن له امله خپل ځانته کم احترام لري، په ورته وخت کې دا فکر هم نه کوي چې د بدن وزن کمول او د ویرې له امله کم خواړه بدن ته زیان اړوي
    ۴ – کومې ښځې چې په انورېکسیا نېروزا اخته دي ممکن د څو میاشتو لپاره میاشتنۍ ناروغي ونلري.
    له دې پرته نور علایم یې په لاندې توګه دي
    – په ډېره کمه موده کې ډېر زیات وزن له لاسه ورکول
    – د مناسب وزن ساتنې رد کول
    – هر وخت د بدن کتل، د وزن اندازه کول، د خپل جوړښت په اړه منفي نظریات
    – د بدن کمه تودوخه
    – ټیټ فشار، ورو ضربان، په وینه کې د بورې کموالی
    – بې کچې ډېپرېشن
    له انورېکسیا نېروزا بدن ته زیان
    – بې کچې ډنګرېدل
    – د زړه حمله یا د زړه کمزورتیا
    – د پښتورګو فعالیت کې کمی او یا کار پرېښودنه
    – د الیکټرولیټ په توازن کې بدلون
    – د بدن غړو ته زیان اوښتنه، د عضلو بې کچې کمزورتیا
    – پای کې ځان وژنه
    د انورېکسیا نېروزا د پیدا کېدو لاملونه
    څېړونکي په دې ګمان دي چې لاملونه یې د بیولوجیکي او چاپېریالي فکتورونو ټولګه ده او له رسنیو سره تړاو لري. ډېری خلک هڅه کوي چې په مجلو کې د سوداګریزو اعلانونو د ماډل په څېر ډنګر او ښکلي شي. کومو خلکو کې چې دا ویره پیدا کیږي د کمال ګرایي په هڅه کې وي. کوم خلک چې دا ډول وېره باندې اخته دي ټولنیز چلند کې هم ستونزې لري.
    ليکنه: هېواد افغان

Comments are closed.