The news is by your side.

ظنز په اړه به لاندې ليکنه کې پوی شئ

طنز څه ته وايي؟
طنز چې په مختلفو قاموسونو كې طعنه، تمسخراو ملڼډې ژباړل شوى د ادبياتو لويه برخه ده او د نړۍ په اكثره هيوادونوكې د يوې خپلواكې ادبي نوع په بڼه پيژندل كېږي.

دا په دې چې طنز وكولى شول د ادبياتو متفاوته او متعدده برخه اوهمدا شان د ژورنالېزم يوه برخه په خپله اولكه كې راولي او نور هغو پخوانيو څو ځانګړوقالبونو كې ګير پاتې نشي .طنز كولاى شي تمثيلي، تصويري، منظوم ،منثور داستاني او ژورناليستيك واوسي. طنز كولى شي رومان وي اويا د يوې لنډې جملې په قالب كې راشي.

مانا داچې هره هغه ليكنه كه منطوم وي كه منثوركه تصويروي كه تمثيل اويا كه كارتوني فيلم چې، په هغه كې د شخص او يا ټولنې عيبونه نيمګړتياوې او نارسايۍ په هنرمندانه بڼه دخندا او ظرافت په پوښښ كې راوړل شي طنزي ادبيات دي.خو هدف بايد په نوموړي شخص اويا ټولنه كې د مثبت بدلون او اصلاح راوستل وي نه يوازې دخلكو خندول.

طنز ته كه څه هم يو شميركسان خاص تعريف نه مني اويا نشي كولاي تعريف وركړي خو سره له دې يو شمير څېړونكو ورته بيل بيل تعريفونه وركړي دي چې په دې ليكنه كې به د يو څو تعريفونو په راوړلو اكتفا وكړو.

وپ د(لرغونې افسانې)داثر نامتو ليكوال او جيمزتوربر( زموږ دزمانې افسانې) داثر ليكوال دواړه د انسانانو حماقتونه او شرارتونه الوتونكيو، ګيدړو او نورو ژوو ته نسبت وركوي. دا ډول بذله ګويي چې د انسان شرارت او حماقت په ملنډو نيسي ، طنزبولي

محمد رضا اصلاني په خپل كتاب فرهنګ واژه ګان واصطلاحات طنز كې د طنز دتعريف په هكله ليكلي (ژباړه): په ادبياتو كې طنز يو ډول ځانګړو منظومو او منثورو ادبي اثاروته ويل كېږي چې د بشري ټولني ناخوالې ، اشتباهات، ټولنېز او سياسي فساد او همداشان فلسفي تفكرات دخندا په بڼه په مسخره نيسي.

محمود نظري د ( انساني سركس) دطنزي كتاب ليكوال او څېړونكى بيا وايي:طنز په عمومي توګه د عيبونو او نقصونو بيان په خندا لرونکي ډول دى چې، هدف يې د موضوع تحقير او تنبه ده. د طنز وسيله اوهدف يو له بله څخه زماني واټن لري.

طنز امکان لري خندا ونه لري يوازي موسکا ولري خو دا خندا او موسکا د خوشالۍ خندا نه وي دا خندا ترخه ،تاثيرناکه او دردناکه وي خندا يې زهرژلي خو اغيږمنه وي

طنز د ليكوال له خوا هغو نيمګړتياوو او بي نظميو ته په ډېرو نومو ادبي الفاظو كې اشاره ده چې په ټولنه كې خلك ترې ناراضي دي دانتقادكولو دغه طريقه يا لاره دخلكو په مغزو باندې زر تر زره اغيزه كولاي شي ځكه چې د انتقاد كولو يا ګوتنيونې دغسې بيان ټوكې ته ورته كېږي او خلك يې خوښوي په طنز كې ژړا دخندا په جامه كې نغښتل شوې وي.

دپورتنيو څرګندونو په رڼا كې ويلى شو چې د طنز مبنا شوخي او خندا ده خو خندا يې د خوشالۍ خندا نه ده دا خندا جدي ، ترخه او دردونکې ده. هر طنز خندا لري خو هره خندا لرونکې لېکنه طنز نه دی ممکن هجو ، هزل يا ټوکه وي .كه څه هم ظنز د هجو له كورنۍ څخه دى ،خو توپير يې بيا له هجو سره په دې كې دى چې دهجو تندي تېزي او صراحت نه لري،په طنز كې معمولا ټولنيز او اصلاحي مقاصد مطرح كېږي او موخه يې د چا يا شي له مقام او كيفيته راكمول دي په هغه بڼه چې د خندا او سرګرمۍ سبب شي او كله داسې هم په كې پېښيږي چې دچا اوياشي تحقيرپه كې وشي.

لكه دا لاندي طنز:

درس پاك

تاسې ټول خو پنسل پاك ،تخته پاك او لاس پاك ليدلى اوكارولى دى خو درس پاك به مو نه وي ليدلى او نه هم اورېدلى وي.

زه به يې در وښيم:

درس پاك هغه نالايقه او د ټيټې سويې ښوونكي دي چې، ددرس اوسبق سر او بر يې معلوم نه وي او خپله ناپوهي او كم تجربه ګي د زده كوونكو په وهلو ډبولو سره پټوي او له زده كوونكو نه د هغوي د رخصتي په وخت كې زده كړي درسونه ترې هيروي او له دماغونو نه يې زده درسونه پاكوي.

دغه ډول ښوونكو ته زموږ كليوال درس پاك استادان وايي.

داځكه چې، زموږ دكلي ښوونځى هم يو له دغه ؟ډول ښوونځيو څخه دى چې، زياتره استادان يې د درس پاك كار سرته رسوي.

دطنز ډولونه

له بله پلوه د طنز په ويش هم مختلفه نظرونه وړاندې شوي څوك يې په دوه ټوله بولي او څوك ډېر شمير ډولونه وركوي لكه ټولنيز طنز ، ژورنالستي طنز، سياسي، فلسفي، تور طنزاو داسې نور خو زما په اند هغه ويش چې ښاغلي محمو نظري په خپله ليكنه طبقه بندي طنزكې ښودلى سم برېښي . دى ليكي چې طنز ښايي د موضوع ،قالب ، د بيان د طرز ، هدف او مضمون په اساس سره وويشل شي. او بيا ليكي چې طنز دموضوع په اساس په شپږ ډوله دى:

ټولنيز طنز.

سياسي طنز.

تاريخي طنز

مذهبي او عارفانه طنز

فلسفي طنز

تلفيقي طنز

اوبيا د شكل په اساس طنز په دوه ډوله ويشي :

ژبنى طنز

تصويري طنز

همداشان ژبنى طنز بيا په دوه ډوله نثر و نظم ويشل كېږي او بيا كوم طنزونه چې په نظم ويل شوي اكثرا د قصيدې قطعه رباعي ترجيع بند تركيب بند مثنوي اوكله د غزل په قالب كې دي .

او نثري طنز بيا د نمايشنامې فيلم نامې داستان او داسې نور په قالب كې راغلي دي.

دطنز او كميدي تر منځ توپير:

د طنز او كميدي تر منځ په توپير هم بايد قانع شوځكه كميدي يوازې د خندا لپاره وي يا په بله وينا په كميدي كې خندا د خندا لپاره كارول كېږي ليكن په طنزكې خندا د استهزا لپاره كارول كېږي .

دطنز ژبه:

همداسې چې هره ليكنه ځانته خاصه ژبه غواړي مثلا د علمي ليكنو ژبه دتاريخي ليكنو ژبه د مقالې ژبه…. طنز هم ځانته ځانګړې ژبه لري او هغه داچې د طنز ژبه بايد ساده او روانه وي كټ مټ لكه د يوه داستان په ليكنوكې چې كه د داستان اتل كليوال او بي سواده وي نو دهغه ژبه هم بايد كليوالي او ساده وي او كه يو ښاري سړى، نو ژبه يې هم بايد لكه ديوه ښاري باسواده غوندي وي ،نو د طنز په ليكلوكې هم بايد د طنزژبه دهغو له كړو وړو سره بايد يو شان او برابره وي . همداشان طنز بايد يو خاص طنزي لحن ولري له هرې جملې او عبارت څخه يې بايد د طنز خوند وڅكل شي او حتي تر دې چې كله كله په طنز كې خاص شخص ډله او حتي ټولنه ورټل شي دهغوي نيمګړتياوي په داسې ژبه په ګوته شي چې لوستونكى ددې تر څنګ چې وخندوي وې ژړوي هم . مانا دا چې د كومې پېښې كيسه يا شعر ددې تر څنګ چې بايد كميدي وي طنزي هم بايد شي، ليكن د هغه توپير په پام كې نيولو سره چې پاس مويې يادونه وكړه .

دطنز د خوند لپاره دا جواز هم شته چې يوې خاصي موضوع ته ډېرې بڼكې ور نښلوي اويا دا چې طنز ته دطنزي خوند د پيدا كولولپاره له مبالغې كار اخلي له غټ نه كوچنى او له كوچني نه غټ جوړوي .

نو په پاي كې دا ويل پكار دي چې په پښتو ادبياتو كې طنز څه په نثر او څه په نظم څه اوږد اوڅه په وړو ټوټو موجود دى او دې كار په دې وروستيو كلونو كې يعني وروسته د رومان د ليكنوله دوديدو څخه په لوړه پيمانه رايج شو او موږ په دې لاره كې د منان ملګري، كاتب پاڅون ،محمود نظري… يادونه كولاى شو او همدا شان هير دې نه وي دپښتو په ادبياتو كې د لومړي ځل لپاره كاتب پاڅون و چې خپله طنزي ټولګه يې د ( دشكاياتو صندق) په نامه په كال ۱۳۶۸ لمريز كې چاپ كړ .خو دا په دې مانا نه چې دى به په پښتو ادبياتو كې لومړنى طنز ويونكي وي له ده نه وړاندې حتي په لرغونې او كلاسيكه دوره كې هم دليكوالو او شاعرانو په ليكنوكې طنزي توكي او عناصر موجود دي چې سترګي نشو تر پټولى.
ليکنه: هېواد افغان

Comments are closed.