The news is by your side.

حليم فدايي وایي چې ځوانان دې د ملي امنيت او اردو ليکو سره يوځای شي

حلیم فدايي:

د پکتیا والي حلیم فدايي د لوګر د موټر بم برید په اړه غبرګون ښودلی: نوموړی وایي چې د لوګر او داسې نورو پېښو غچ داسې اخیستل کيږي، چې هغه ځوانان او هېوادوال چې دندې نه لري، بايد ملي فوځ ته لاړ شي، چې نظام او جمهوریت غښتلی شي.

هغه پر علماءو کرامو هم غږ کړی چې د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي په څېر دې د وسله والو او ترهګرو څهرې بربنډې او هېوادوالو ته دې رسوا کړي، چې دوی د علم او دين دشمنان دي، بايد پر ضد یې هر افغان غږ پورته کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه شپه د لوګر په پول عالم کې موټر بم بريد شوی و، چې۱۱۰ تنه پکې ټپیان او ۳۰ نور پکې شهيدام وو.

د پېښې پړه تراوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخېستی، خو افغان حکومت وايي چې دا د طالب وسله والې ډلې کار دی.
د حليم فيدايي په غبرګون کې چې ځوانان دې ملي ځواکونو او ملي امنيت ليکو ته لاړ شي؛ يو شمېر ځوانانو په خواله رسنيو کې ويلي چې امنیت او وسله وال فوځ سره يوځای کېدل پېسې او واسطه غواړي، چې موږ دواړه نه لرو، حکومت دې موږ بغېر له رشوته او واسطې فوځي او امنیتي ليکو کې شامل کړي، چې د هېواد په دفاع کې، د دهشتګرو او ترهګرو مخه ونيسو او چا ته اجازه ور نه کړو، چې هېوادوال مو په وینو رنګ کړي.

Comments are closed.