The news is by your side.

امریکا ولې په طالبانو ویاړ وکړ؟

خبریال ویب پاڼه/ د امریکا د دفاع وزارت په خپله نوې شمېره کې خوشحالي او افتخار کړی چې طالبان ورباندې بریدونه نکوي او دوی لاهم سیمې ته بي ۵۲ ډوله ایف ۱۶- ۱۵ الوتکې استولې ترڅو هلته د امریکايي سرتیرو دخوندیتوب لپاره هڅه او کار وکړي.

د امریکا د دفاع وزیر لوید استین په خپلو تازه څرګندونو  کې وویل طالبان تاوتریخوالی زیات کړی هغوی پر افغان ځواکونو دورځې ۷۰ تر ۱۲۰ بریدونه کوي خو پرموږ هیڅ برید نکوي له همدې امله داسې ښکاره سوه چې ګواکي امریکا په طالبانو  ویاړ وکړ.

د مي لومړۍ او د امریکا سرغړونه

د مي له لومړۍ نېټې څخه خپله د طالبانو  په خبره چې امریکا له ترسره سوې هوکړي سرغړونه کړي او دوی به په دې کار سره له بدو عواقبو سره مخ سي خو داسې ښکاري چې تراوسه هغه بد عواقب هیڅ نه ښکاري طالبانو په مخکینینو میاشتو کې ویلي  وو، که چیري امریکا او بهرنیان له افغانستانه د مۍ تر میاشتي ونه وزي نو له سختو بریدونو سره به مخ سي خو امریکا او متحدینويې په ډیره سپین سترګي سره د دوی او طالبانوترمنځ د ترسره سوې هوکړي پروا ونه کړه او پر خپل طبیعت يې بله نېټه چې لاهم مالومه نه ده چې دوی به خپل سرتیري وباسي یانه و ټاکله خو طالبانو چې له دې نېتې وروسته پر دوی د خونړیو بریدونو خبره کوله تراوسه هیڅ هم نه ښکاري او امریکا خوشحاله ده.

طالبان ولې امریکایان نه په نښه کوي؟

عام خلک په دې باور دي چې د سولې موقع رامنځ ته سوې ده او طالبان دي د امریکایانو په ګډون له هیځ یوې ډلې سره جګړه نه کوي خو طالبان یوازي افغان ځواکونو سره جګړه کوي خو  بیرته افغانان وايي که چیري جګړه وي نو لوړی انتخاب باید بهرني ځواکوانه وي خو طلبانوتراوسه بهرنیانو  ته سترګې هم نه دي سرې کړې.

د امریکا مغروري او د طالبان کمزوري

تیره ورځ امریکايي ځواکونو اعلان وکړ چې د افغان ځواکونو په ملاتړ یې پر طالبانو  هلمند کې درانه هوايي بریدونه کړي چې ښايي همدې طالبانو ته يې زیاته مرګ ژوبله هم اړولې وي خو طالبان تر اوسه همداسې چوپ پاتي دي

Comments are closed.