The news is by your side.

وسلوالو لس پاکستاني عسکر هلاک کړي

خبریال ویب پاڼه/ یو شمېر  وسلوالو نن د محکوم بلوچستان په یوه سیمه کې د پاکستاني عسکرو پر یوه پوسته هجوم ور وړی او لس تنه پکښي ناست عسکر يې په هلاکت رسولي.

راپورونه وايي چې دې وسلوالو د محکوم بلوچستان د کیچ ډانډار سیمه کې د یوې تازه جوړې سوې پوستې پر عسکرو خونړی هجوم ور وړی او هغوی یې په هلاکت رسولي.

په دې اړه وړاندې سوي مالومات ښيي داپوسته د پاکستان د پوځ وه او تازه په تازه په دې سیمه کې اچول سوې وه ترڅو د خپلو ظلمونو په دوام خپل ظلمونه نور هم و غځوي.

خو دې وسلوالو چې تل يې د داسې ظلمونو ته ځواب ویلی پر دې تازه پوسته برید کړی چې له لنډې نښتې  وروسته دا مجاهدین د پوستې د ټولو عسکرو په هلاکت توانیدلي او پوسته  يې فتحه کړې ده.

په دې نښته کې په پوسته کې ټول عسکر چې شمېر يې لسو ته رسیدی له منځه تللي او وسلوال بریدګر د پوځ له وسلو سره یوځای د دوی په نظامي موټر کې له سیمې تللي.

که څه هم تراوسه پوري د دې برید مسؤلیت چا نه دی منلی خو تراوسه پوري چې دا ډول بریدونه سوي مسؤلیت یې یوازي بلوڅ ملتپالو پر غاړه اخیستی او تل يې له پاکستاني عسکرو سره جګړې کړې دي.

د راپورونو پر اساس د محکوم بلوچستان په کېچ سیمه کې چې اوس مهال پکښي بلوڅ ملتپال خورا فعاله دي هره ورځ پر پاکستاني عسکر خونړي بریدونه کوي او په هلاکت يې رسوي.

د پاکستاني دولت پر ضد بلوڅ وسلوالو وروسته له هغه کلونه وړاندې وسله پورته کړه چې کله د پاکستان ظالم ریاست د بلوڅانو سره پت ظلم په ښکاره پیل کړی هغوی په کلونو کلونو په خورا مظللومانه توګه پاکستاني ریاست ته وخت ورکړ ترڅو ظلمونه پرې و دروي او خپل حقوق ورته ورکړي خو پآکستاني دولت د دې پرځای چې بلوڅانو ته د ژوند اسانتیاوي برابرې کړي نور ظلمونه يې هم وکړل چې په اخیره کې د بلوڅانو له لوري د بلوڅ ملتپالو په نوم وسلواله ډله جوړه سوه چې د خپل ولس له حقه حقوقو دفاع کوي او نژدې هره ورځ له پاکستاني پوځیانو سره نښتې کوي چې پرمهال يې زیات شمېر عسکر هم هلاک کړي دي

Comments are closed.