The news is by your side.

پاکستان مسلمان نه دی او که اسلام نه مني؟

خبریال ویب پاڼه/ د اسلامي همکاریو په چارو کې د پاکستان وزیر چې ښه اسلامي پټکی یې تړلی او پر سنت طریقه برابره ږیره یې هم درلوده نن د افغان دیني پاکستان سعودي اواسلامي همکاریو سازمان غړو او دیني عالمانو ته په زړه پوري خبرې وکړې هغه وویل چې اسلام د سولې اوامن دیني دی او تر ټول يې دا خبره ډیره پر ځای وه چې یو مسلمان بل مسلمان ته باید ضرر او درد ونه رسوي او یو مسلمان د بل مسلمان ورور دی.

قادري د سولې لپاره هم یو شمېر ټکو ته اشاره وکړ، چې غلط مفاهیم باید د مسلمانانو ترمنځ د خبرو اترو له لارې حل ، د مسلمانانو د انسجام لپاره هڅې وسی ترڅو ستونزې حل سي، د مسلمان هېوادونو ترمنځ مساوات او اعتدال باید وساتل او داسې نور چې ټولې ښې خبرې دي دي دوی له اسلامه خبر دي او اګاه دي خو بیا ولې د اسلام پر لاره نه ځي؟

له پاکستانه هیچا هم پوښتنه ونکړه چې ایا ستاسو کړنې او ستاسو پالیسي د یوه مسلمان دولت په توګه د افغانستان په وړاندې په کوم دین او کوم ارقامو د منلو وړ ده، هیچا داسې ورته ونه ویل چې اسلام او مسلمانان یوازي همدا ستاسو له لاسه په ټوله نړۍ کې  بدنامه او ورباندې د ترهه ګر نوم پروت دی هیچا ورته ونه ویل چې له تیرو څلویښتو کلونو را په دې خوا ستاسو له لوري په پيل سوې نیابتي جګړه کې تراوسه میلیونونه افغانان شهیدان سوي دي ایا همدا ستاسو د اسلام تعریف دی او که دا ستاسو له خولې څخه دا هم چا ورته ونه ویل چې د مسلمان د زړه او د خولې خبره یوه وي خو تاسو دوه مخې او تل مو په مسلمانانو سودا کړې ده.

انوارالحق قادري چې په اسلام خبر دی حتمي د پاکستان په اعمالو هم خبر دی ولې يې ونه ویل چې مساوات او اعتدال دې ته وایي چې پاکستان مزې او چړ چې کوي خو افغانستان له کلونو کلون را په دې خوا په سره اورکې سوځي.

پاکستانیانو خو یوازي اسلام بیان کړ خو دا یې ونه ویل چې ایا دوی مسلمانان او اعمال يې د مسلمانانو دي او که نه؟ په پآکستان کې هر د دین ټيکدار چې راپورته سي نو لومړی د ای ایس ای پر خوله د افغانستان پر ضد د جهاد فتوا صادره کړي په رنګ رنګ نومونو باندې د بیوزله افغانانو مرګونه روا کړي خو په خپل څنګ کې يې له شراب خانې بیرته تر شراب خانې هرڅه روا دي او خپله هم د یوه پایکوب لپاره کله کله چکر ور وهي دوی وویل چې اسلام د سولې دین دی نو چې د مسلمان په جامه کې څو ک د مسلمانانو ترمنځ جګړه کوي نوهغه ته خو مسلمان نسو ویلی.

افغان عالمانو باید په ښکاره د پاکستان د غیري اسلامي کړنو او ناروا اعمالو په وړاندې نن همدوی ته ویلي وای چې وروره لومړی تاسو پوره مسلمانان او بیا د اسلام تعریف وکړئ ایا داسې شونې ده چې هېواد دي شپه او ورځ مسلمانانو ته په چل ول تیره کړي او ته وایي یو مسلمان بل  مسلمان ته باید زیان وا نه ړوي ته وایي چې اسلام د سولې او امن دین دی او ستا د دین په نوم عالم طالب او دولت را ولاړیږي او په افغانستان کې له ګیډي په فتوا ورکولو جهاد جاري کوي او د یوه مسلمان مرګ روا کوي همدوی نن باید له دوه مخیتوبه را ګرځول سوي وای سپین پټکیان هرڅوک تړلی سي د اسلام واقعي تعریف هر څوک کولای سي خو عمل يې د پاکستان غوندي دوه مخې او شیطان هېواد ته ناشونی دی  همدا نن موقع وه چې د اسلام په نوم د دې شیطانانو د دین او اسلام نوم ټول سوی وای او دوی د یو بل چا پیروان بلل سوی وای مسلمانان خو داسې نه دي

Comments are closed.