The news is by your side.

پاکستان د اسلام تعریف وکړ خو عملي يې نه کړ

خبریال ویب پاڼه/ له اسلامه پاکستان پوره ادرس او برداشت اخیستی چې په دې دین کې یو مسلمان بل ته ضرر نه رسوي خو دې هېواد تل مسلمانانو ته اغزي کرلي او مسلمانانو ته یې ضرورونه رسولي.

د اسلامي همکاریو په چارو کې د پاکستان وزیر نورالحق قادري وویل چې اسلام هر وخت په سوله او امن ټینګار کړی او همدارنګه اسلام د سولې او امن دین دی او دا اعتراف يې هم وکړ چې یو مسلمان بل ته تاوان او درد نه رسوي رضوان شیخ چې د اسلامي همکاریو سازمان پاکستانی استازی دی هم ویلي چې افغانان دي په خپلو منځنو کې سره جوړ سي او سوله د دوی په ګټه هم ده

ایا پاکستان مسلمان نه دی او که اسلام نه مني

پاکستان او استازي يې خپله وایي  چې یو مسلمان باید بل ته درد او ضرر ونه رسوي خو پاکستان څلویښت کلونه افغانانو ته هغه دردونه ورسول چې په هیڅ دین او هیڅ انسانیت کې نسته دلته یې ترهه ګرۍ جاري کړه افغانان يې ووژل او له ژونده يې بیزاره کړل خو کله چې د اسلام او غونډې وخت سي نو بیا لوی ږیري کسان را مخ ته او تر ټولو ښې کیسې کوي.

نن په سعودي کې د افغانستان پآکستان او اسلامي همکاریو سازمان یو شمېر استازو او دیني عالمانو جرګه کړې او افغان جګړې او سولې په هکله ږغیدلي چې پاکستاني استازو خپله اعتراف کړی چې مسلمانان یو د بل ورورڼه او ازار ازیت یو بل ته نه رسوي خو پاکستان ولې لاهم له خپلو  مردارو پالیسو نه لاس په سر کیږي او د یوه مسلمان په حیث ولې د افغانانو له زورولو لاس نه اخلي ټوله نړۍ همدې هېواد ته په تمه ده چې څه وخت به خپله نیابتي جګړه په افغانستان کې و دروي>

دې غونډې ته په سعودي کې د پاکستان سفیر وویل چې د سولې خبرو د مخریبینو مخه باید ونیول پوښتنه داده چې دا سوله څوک تخریب کوي او تر اوسه چا پکښي خنډونه اچولي په دې غونډه کې باید داسې یو څوک پیدا سوی وای چې پاکستان يې یا د اسلام له لیسته ایستلی یا ګډ کړی يې وای او ورته ویلي یې وای چې ستاسو خبرې او عمل سل سلنه توپیر لري

Comments are closed.