The news is by your side.

وايي، بغلان کې ماین‌پاکان دوی شهیدان کړي

خبریال وېبپاڼه/ په بغلان کې د ماین پاکانو د شهیدانولو مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه اخیستی دی.
دا خبر د استخباراتو هغه سایټ چې د سخت دریځو ډلو فعالیتونه څاري ورکړی دی.
په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې وړمه شپه د وسله والو کسانو له خوا د هلوټرسټ موسسې لس ماین پاکان شهیدان شول او ۱۶ نور یې ټپیان شول.
د هلو ټرسټ مشر، جیمز کوون هم ویلي چې وسله والو د شپې په لسو بجو په کمپ برید وکړ او د مؤسسې ۱۰ کار کوونکي چې اکثریت یې هزاره ګان و، شهیدان او ۱۶ نور یې ټپي کړل.
ولسمشر محمد اشرف غني د وژل شویو او ټپي شویو کورنیو سره د خواخوږۍ تر څنګ دا برید “وحشیانه او بشري جنایت” بللی او د برید ملامتي یې په طلبانو اچولې ده، خو دغې ډلې په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.
د ارګ په یوه بیان کې د ښاغلي غني له قوله راغلي ” طالبان ځکه ماین پاکوونکي وژني چي هغوي لویې لارې، کر ځایونه او کلي د ماینونو او چاودیدونکو موادو نه پاکوي او د ملکیانو د مرګ ژوبلې مخه نیسي چې د وسله والو مخالفینو لخوا کیږي. “
ویل کیږې چې د هلو ټرسټ موسسه د شاوخوا ۳۰ کالونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت لري او تر ۳ زرو ډیر کار کوونکي لري.
دا پيښه داسې مهال رامنځ ته شوې چې په دوحه کې د طالبانو له استازیو سره د امنیت او خوندیتوب په چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي په وروستۍ کتنه کې له دې ډلې غوښتي و چې په افغانستان کې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې دې د ملګروملتونو د مرستندویه کارکونکو چې افغانانو ته په سختو شرایطو کې مرستې رسوي. خوندیتوب یقیني کړي.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یونما هم دغه برید په کلکو ټکو غندلی او هغه یې بشر ضد جنایت بللی دی.
د یوناما له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په بېلو وسله والو ډلو کې داسې کړۍ شته چې په قصدي توګه د بشري مرستو په برخه کې فعال کسان په نښه کوي او دا بشر ضد جنایت باید ودرول شي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یو ځل بیا غږ کړی چې ټولې وسله والې ډلې دې د سولې لپاره خپل نیت په عمل کې ثابت کړي او د تاوتریخوالي په کمولو دې دا وښيي چې دوی عملا د جګړو کمول او د سولې تامین غواړي.

Comments are closed.