The news is by your side.

ایمل ولي خان: د پاکستان کړنې د افغانستان په هکله کې د زغم وړ نه دي

خبریال ویب پاڼه/ په افغانستان کې د پاکستان له ناسمو کړنو تل د پښتونخوا سیاسي مشران نقد کوي او وایي چې پاکستان دي د افغانستان په وړاندې خپلو ناسمو کړنو ته د پاي ټکی کښېږدي.

د پښتونخوا ملت پالو حزبونو هم په ګډه د پاکستان له ناسم سیاست څخه د افغانستان په وړاندې نارضایتي وښوده او زیاته يې کړه چې نور داسې څه ورته د منلو وړ نه دي.

پښتونخوا کې د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان چې د جانیخیلو پرلت ته يې خبرې کولې چې موږ په لر او بر وطن امن او سوله غواړو، هغه وویل روانې مرمۍ یاګولۍ  د افغانان پر سینه چلیږي او هغوی قرباني ورکوي.

ولي خان روانې ته جګړې ته د افغان وژنې نوم ورکړ او زیاته يې کړه چې دا جګړه باید ژر تر ژره په لوی افغانستان کې و درول سي او افغانان په امن سي.

هغه له پاکستانه وغوښټل چې باید ژر تر ژره د افغانستان په وړاندې اوسنی سیاست او پالیسي تغیر کړي او سوله ییزه غوره کړي ځکه خلک امن غوښتووکي دي او روانه جګړه باید  ختمه سي.

د پاکستان د ناسمو سیاستونو له کبله نژدې اوس د نړۍ ټول هغه سیاسون چې له افغانستان سره نژدې پاتي سوي وي پر پاکستان انتقاد کوي او دا هېواد تورنوي چې په افغانستان کې د جګړو ملاتړ کوي او له ترهه ګرو سره مرسته کوي ترڅو پیاوړي او افغانانو ته ګواښونه رامنځ ته کړي.

تردې وړاندې د پښتونخوا یو بل سیاسي مشر افراسیاب خټک هم د افغانستان په اړه اندېښنه ښودلې وه او هغه د پاکستان د ناسمو پالیسیو سره سره امریکاهم تورنه کړې وه چې د جګړې د پای ته رسولو تکل نلري او د طالبانو سره د اړیکو په لرولو سره غواړي سیمه کې یوه نوې جګړه پیل کړي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر کریسټوفر الکساندر په خپلو تازه څرکندونو کې ویلي چې پاکستان په افغانستان کې نیابتي جګړه مخ ته بیايي او نړیوال که چیري يې پاکستان خبره نه مني باید دا هېواد نړیوال تور لیست ته واچول سي ترڅو په راتلوونکي کې د افغانستان شل کلنې  لاس ته راوړنې خوندي وساتل سي

Comments are closed.