The news is by your side.

له افغان پوځ سره د ناټو نوې  مرستې او ژمنې

خبریال ویب پاڼه/ د امریکايي او ناټو ځواکونو په وتلو سره د لته اندېښنې موجودي دي خو امریکا او ناټو ویلي چې د سرتیرو  په وتلو سره به هم د دوی مرستې له افغان ځواکونو څخه دوام ولري.

د ناټو سازمان په خپل نوي دریځ ې ویلي چې  د ځواکونو  تر وتلو وروسته به له افغان پوځ سره د همکاریو نوی باب پارنیزي، په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټېفانو پانتیکورو د افغانستان ملي امنیت سلاکار حمد الله محب سره په کتنه کې نوې څرګندونې کړې دي.

دواړو لورو پر افغان سوله، روانه جګړه او تاوتریخوالي پر زیاتیدو اندېښنه او د جګړې پر کمولو خبرې کړې همدارنګه يې د افغان ځواکونو سره د ناټو د همکاریو د ترهه ګرۍ سره پر ګډه مبارزه هم خبرې کړې دي

ناټو ویلي چې د ټولو سرتیرو وتلو وروسته به دوی له افغان ځواکونو سره د مرستو نوی باب پرانیزي، همدارنګه امریکا هم ویلي چې د خپلو ټولو سرتیرو په وتلو سره به له افغان حکومت او پوځیانو  سره خپله همکاري جاري وساتي او په دې برخه کې  به زیاتي هلې ځلې وکړي.

یو شمېر نړیوال هم په دې اند دي چې له افغان ځواکونو څخه د امریکا دوامداره مرسته کولای سي چې د افغانستان په هکله اندېښنې تر یوې کچې لږ کړي او که چیري ناټو او امریکا له دې پوځیانو لاس واخلي نو لیري نه ده چې تر هرې وړاندوینې به ستونزې زیاتي سي.

په ورته وخت کې ناټو او امریکا ډاډ لري چې افغان ځواکونه په یوازي سر سره هم کولای سي چې د خپل هېواد او خلکو امنیت ونیسي خو په دې وروستیو کې تر بل هر وخت حالت خراب دی او دا مهال د افغانستان په یو زیات شمېر ولایتونو کې د افغان ځواکونو  او وسلوالو طالبان ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي  چې خلک يې اندېښمن کړي او پر خپل راتلوونکې يې بې باوره کړي دي خلک وايي چې دولت دي د اوسنۍ نا امني په وړاندې بې پروايي نه کوي او سر له اوسه دي د حالت د کنټرول لپاره لاس په کار سي ترڅو په راتلوونکې کې د بدو پیښو مخنیوی سوی وي خو افغان دولت ډاډ ورکوي چې حالت کنټرول دی

Comments are closed.