The news is by your side.

ننګرهار؛ سرتېرو د داعش مهم غړی نیولی

 

خبریال وېبپاڼه/ په ننګرهار ولایت کې چارواکي داعش د یوه مهم غړي د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د ملي امنیت ۰۲ قطعې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت بهسود ولسوالۍ اړوند فارم هډې سیمه کې ځانګړي شپني عملیات تر سره کړي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې په یادو عملیاتو کې یې د داعش ډلې مهم غړی میراغا ژوندی نیول شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې نیول شوي کس په ننګرهار کې د داعش سخت دریځې ډلې لپاره د ترور، چسپکي ماینونو او اختطاف په برخه کې فعالیت کاوه.
داعش چې د لومړي ځل لپاره یې په ننګرهار کې سر را اوچت کړی، په وروستیو کې یې د کابل په ګډون یو شمېر ولایتونو کې د خونړیو حملو مسوولیت اخیستی دی.
د هېواد مشرقي زون بیا تر ټولو زیات د داعش ډلې تر نفوذ لاندې دی او وخت ناوخته هلته هدفي بریدونه کوي.
که څه هم له وسله والو طالبانو سره د سولې لپاره څه ناڅه هیلې موجودې دي، خو خلک بیا تر طالبانو وروسته د داعش ډلې د حضور په اړه اندېښمن دي او څرګندوي چې ښايي تر طالبانو وروسته دغه ډله لا پسې خونړۍ شي.
داعش خلکو ته تر طالبانو خطرناکه ډله ښکاري، ځکه په تېرو څو کلونو کې داعش داسې نادودې وکړې چې طالبانو نه وې کړې.
خو د نظامي شنونکو په باور، ټولې وسله والې ډلې د طالب تر چتر لاندې فعالیت کوي او که چېرې طالبان سوله وکړي، نو نورې وسله والې ډلې به هم له منځه ولاړې شي او یا به یې فعالیتونه محدود کړل شي.
ځینو ولایتونو کې لا طالبانو هم له داعش ډلې سره نښتې کړې دي او خلک یې په دې باوري کړي چې ښايي طالبان او داعش یو بل سره اړیکې ونه لري او تر دې پورې د یو بل خلاف وي چې پر یو بل حملې کوي.

Comments are closed.

koi finance