The news is by your side.

امریکا به پر طالبانو هوايي بریدونه ترسره کړي

خبریال ویب پاڼه/ په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري تاوتریخوالی زیات سوی چې یو لړ اندېښنې يې هم زیاتې کړې دي پرهمدې امریکا خبرداری ورکړی چې دوی پر طالبانو هوايي بریدونه ارزوي.

نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې په خپل یوه راپور کې د امریکايي ځواکونو  وتلو وروسته هم پر طالبانو د هغوی بریدونو د دوام په اشارې ویلي چې داسې یو طرحه ارزول سوې چې امریکا بیاهم د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

دې ورځپاڼې ویلي پنټاګون د یوې داسې اجازې ترلاسه کول ارزوي چې د طالبانو له لوري د کابل  یاهم نورو مهمو ښارونو د نیولو ډار وي نو ځواب به یې د دوی د افغان ځواکونو  په ملاتړ په هوايي بریدونو ورکوي

د پنټاګان یوې سرچینې ویلي چې تراوسه لاهم پریکړه نه ده سوې ولې که چیري پلازمینه نیول کیدو یا کلابندۍ سره مخ وي او د وګړو یا د امریکا د سفارت کارکوونکو ژوند له خطر سره مخ وي دوی يې ځواب وايي چې جنګي یا بې پيلوه الوتکې به لاس په کار کیږي.

د امریکايي ځواکونو  وتلو وروسته ټول امنیتي مسؤلیت افغان ځواکونو ته سپارل سوی او ویل کیږي چې د سپټمبر تر ۱۱ نېټې به د امریکايي ځواکونو په ګډون ټول بهرني سرتیري له افغانستانه ووزي.

تراوسه پوري داسې څه نه ښکاري  چې طالبان دي تر کابله ورسیږي خو داسې ښکاري چې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي او نژدې هره ورځ ولسوالۍ سقوط کوي تراوسه پوري دولت په دې اړه یوازي دومره ویلي چې د دوی سرتیرو تاکتیکي شاتګ کړی او ډیر ژر به بیرته نیولې ولسوالۍ او سیمې ونیسي.

خو داسې بریښي چې د دولت د بې پروايي له کبله به لاهم نورې ولسوالۍ او سیمې یو په بل پسې سقوط سي تراوسه پوري دولت نه دی توانیدلی چې حالت کابو او خپل مدیریت سم کړي.

امنیتي وضعیت؟

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې امنیتي وضعیت تر بل هر وخت خراب سوی او هره ورځ د طالبانو اوافغان ځواکونو ترمنځ درنې نښتې کیږي چې خلک يې د خپل راتلوونکې په هکله اندېښمن کړي او له دولته غواړي چې د حالت په کابو کولو کې رغنده رول ولوبوي او د امنیت په تامین کې باید هلې ځلې وکړي

Comments are closed.