The news is by your side.

د تښتول شویو امریکایانو برخلیک به څنګه شي؟

 

خبریال وېبپاڼه/ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره سم د هغو امریکایانو د برخلیک په اړه اندېښنې پيدا شوې دي، چې د وسله والو لخوا تښتول شوي دي او تر اوسه ورسره یرغمل دي.
امریکایيي رسنیو ویلي چې د امریکايي ځواکونو د وتلو په صورت کې به د یرغمل شوو امریکايي وګړو خلاصول ستونزمن شي او ښايي له نامعلوم برخلیک سره مخ شي.
امریکایي رسنۍ وايي چې د امریکا په شل کلن ماموریت کې ځینې امریکایي وګړي په افغانستان کې تښتول شوي چې لا هم له وسله والو ډلو سره دي او د راخلاصولو لپاره یې باید هڅه وشي.
سرچینه وایي دا چې امریکايي ځواکونه له افغانستان وځي او پر وسله والو ډلو فشار کمېږي نو له همدې امله ښايي د یرغمل شوو امریکايي وګړو خلاصول هم ستونزمن شي.
امریکايي رسنۍ وايي چې د تښتول شوو کسانو له ډلې ویل کېږي چې ځینې یې له حقاني شبکې سره دي. ددغه کسانو شمېر محدود ښودل شوی دی.
سرچینې دغه راز ځینې نورې وسله والې ډلې هم د نوم د نه ښوولو په شرط ښوولې دي چې امریکایان ورسره یرغمل دي او اوس هم له هغوی سره شپې او ورځې سبا کوي.
طالبانو سره هم امریکايي بندیان شته؟

که څه هم امریکايي رسنیو د تښتول شویو امریکایانو په عاملینو کې د طالبانو نوم نه دی اخیستی، خو داسې ګمان کېږي چې طالب ډلې سره به هم امریکایان یرغمل وي.
طالبانو که څه هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي چې ایا امریکایان ورسره یرغمل دي او که نه، خو داسې ګمان له شک څخه وتلی دی چې اوس به هم له دغې ډلې سره امریکایان یرغمل وي.
سربېره پر دې چې طالبانو او امریکایانو د دوحې د تړون پر اساس یو بل سره سوله وکړه، خو دا دواړه لوري اوس هم د یو بل په نیت شکمن دي او پخپلو کې د دوستۍ تمه نه سره لري.

Comments are closed.

koi finance