The news is by your side.

الکساندر: پاکستان باید نړیوال تور لیست کې واچول سي

خبریال ویب پاڼه/ کابل کې د کاناډا پخواني سفیر کریسټوبر الکساندر یو ځل بیا خپلې تازه څرګندونې پر پاکستان باندې په سختو ګزارونو باندې پیل کړې او دا هېواد د نیابتي په دوام تورن کړی.

الکساندر ویلي د نړۍ لوی صنعتي جي ۷ هېوادونه باید پاکستان کنټرول او په افغانستان کې د خپلې نیابتې جګړې دوام ته پرې نه ږدي ځکه موږ د لته لاس ته راوړنې لرو.

ده ویلي چې جي۷ او ناټو سازمان باید پاکستان ته واضحه پیغام ورکړي که چیري په افغانستان خپلې نیابتي جګړې ته دوام ورکوي نو په پایله کې باید ورته وویل سي چې پر دوی به بندیزونه ولګول سي او د FATF  نړیوال تور لیست کې به شامل سي.

د ده په وینا دا چې موږ په اوکراین کې د روسیې یرغل نه سو زغملی او نسو کولای مخنیوی يې وکړو خو په داسې حال بیا پاکستان ته اجازه ورکوو، چې په افغانستان کې ۲۰ کلنې لاس ته راوړنې تر پښو لاندې کړو.

دا کاناډايي ډیپلماټ له تیرو څو مودو راهیسې د پاکستان په وړاندې سخت انتقادونه کوي او له نړیوالو غواړي چې د دې دوه مخې هېواد په وړاندې و دریږي هغه څلور ورځې وړاندې وویل:

الکساندر وویل چې پاکستان خپل سخت دریځه او اورپکي کسان افغانستان ته د خپلې نیابتي جګړې دوام لپاره استوي او ان داسې هم کیږي چې ډيری ګناه کاران له زندانه خوشي کوي او دې جګړې ته يې استوي.

د هغه په وینا هغه کسان چې جنایت یې کړی د جګړې لپاره خوشي کوي خو پښتانه بشرپاله مبارزین يې بیا په زندانونو کې ساتلي هغه وویل پاکستان دوه مخې لوبه کوي چې خبریالان، د بشري حقونو فعالین او د علی وزیر په څیر د پښتنو حق غوښتونکي زندان کې ساتی خو پاکستان باید دا ژر تر ژره خوشي کړي

تر دې وړاندې هم دې کاناډايي ډیپلماټ د پاکستان په وړاندې د افغانستان له حقه دفاع کړې او دايې څویم ځل دی چې د پاکستان پر ناسمو او دوه مخو سیاستونو ټینګې نیوکې کوي.

د پاکستان په وړاندې هغه بهرني ډیپلماټان چې په افغانستان کې يې دندې ترسره کړې وي د پاکستان په بدو نیتونو پوهیږي ځکه نو تل د پاکستان په وړاندې له جديته کار اخلي

Comments are closed.