The news is by your side.

د طالبانو او هند اړيکه، د پاکستان زوال خو به نه وي؟

خبريال ويب پاڼه/ تراوسه هم د طالبانو او هند اړيکې هيڅ څرک نه لګيده خو اوس تازه راپورونه خپاره سوي چې هند او طالبان اړيکه کې سوي.
په دې اړه هندوستان ټايمز ورځپاڼې په دې هکله يو مطلب خپور کړی او ويلي يې دي چې د لومړي ځل لپاره له ملا عبدالغني برادر سره اړيکه کې سوي، او له يو شمېر نورو طالب مشرانو سره هم خبرې سوې.
جزيات وايي چې دا تماسونه د هند امنيتي چارواکو له لوري نيول سوي او ورسره یې خبرې کړې.
هند په دې برخه کې هم له فکره کار اخلي او له داسې طالبانو سره اړيکه کې سوي چې تر يوه بريده ملي فکر ولري او تټ ډيره بريده د پاکستان او ايران تر نفوذ لاندې نه وي.
د دواړو طرفونو اړیکې څو مياشتې وړاندې پيل سوې او اوس د پراختیا په حال کې دي.
د ورځپانې د مالوماتو له مخې د ملابرادر او هند ترمنځ تر اوسه څوځله پيغامونه تبادله سوي خو د مخامخ خبرو کولو پريکړه نه ده سوې
په دې اړه رسمي نه طالبانو او نه هم همد دولت څه ويلي خو داسې ښکاري چې د افغانستان سولې مسله اوس په نړيواله سطحه مطرح سوې او ټول سيمه ييز هېوادونه له طالبانو سره اړيکې ټينګول غواړي
پاکستان هند نه غوښت

د پاکستان لپاره همدا بد زیری دی چې هند له يوڅه پر لار طالبانو سره اړيکه ولري پاکستان افغانستان او د افغان سولې پروسه خپل مکليت باله او څه چې يې زړه وو هغه يې کول، خو اوس ښايي د هند په ګډون له ډيرو نړيوالو فشارونو سره مخ سي او د دوه مخو کړنو پر مهال پر دې خوله ووهل سي.
هند چې په عمومي ډول له افغانستان سره ښې اړيکي لري د افغان سولې پروسه کې هم غواړي چې ښه رول ولري او له طالب مشرانو سره په اړيکه کې په نوې بڼه را څرګند سي.
د هند او طالبانو اړيکه زياته مرسته له دې سره کوي چې پاکستان مجبور کړي چې په دې پروسه کې رښتيني ګامونه پورته کړي.

په دې وروستيو کې د پاکستان د خبرو او عمل څرک تقريبا يو سوی او کوښښ کوي چې نړۍ په خپل صداقت قائله کړي

Comments are closed.