بلوڅانو د اتو پاکستاني عسکرو په هلاکت بیا زړونه یخ کړل

خبریال ویب پاڼه/ د پاکستاني عسکرو د هلاکت په دوام نن بیا بلوڅ مجاهدینو پر پاکستاني عسکرو ښه کار کړی او یو زیات شمېر عسکر يې بې ژونده کړي او قتل کړي دي.

لیبریشن ارمي ازاد په نوم ډله چې تل يې د بلوڅانو د ازادي لپاره وسلواله مبارزه کړې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی  سرتیرو د محکوم بلوچستان بولان سیمه کې پر پاکستاني پوځیانو خوندور کار کړی او د دوی د یوې پوځې پر پوځیانو یې زړور برید کړی چې په پایله کې يې اتو تنو ته هلاکت او جراحت اړولی.

بلوڅ ملتپالو په خپله ادعا کې ویلي چې د پاکستاني عسکرو دې پوستې شیطاني اعمال ترسره کول او خلک يې زیات ځورول هغوی وایي دا پوسته د بولان په کرکړن سیمه کې جوړه سوې وه چې دوی له منځه وړې او ټول عسکر يې قتل او ورته له پښو غورځولي.

په دې وروستیو کې پر پاکستاني عسکرو بلوڅ مجاهدینو او تحریک طالبان قیامت جوړ کړی او دوه ورځې وړاندې هم بلوڅ مجاهدینو زیات شمېر پاکستاني عسکر په هلاکت رسولي وو.

بلوچ جنګیالیو د بلوچستان د ګېچ په دوکوپ سیمې کې د پاکستاني پوځیانو پر پوستې برید کړی، چې درې تنه یې هلاک کړي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د بلوچستان د ازادي غوښتونکې ډلې ویاند میجر ګهرام بلوچ ویلي، چې تېره ورځ د دوی جنګیالیو د خپل انتقام اخیستو په موخه په پاکستاني پوستې برید کړی.
نوموړي ویلي، یادو پوځیانو له څه مودې راهیسې په یاده سیمه کې پر مېرمنو او ماشومانو تېری کولو.
دغه راز د یادې ډلې مشر الله نظر بلوچ ویلي، چې د پاکستاني پوځیانو له لوري د بلوچ ځوانانو برمته کول اوج ته رسیدلي دي.
نوموړي ویلي، چې پاکستاني پوځیانو بلوچستان د بلوچانو په هدیره بدل کړی او هره ورځ په کې لسګونه بلوچان وژني.
نظر بلوچ زیاته کړې، چې پاکستاني پوځیانو دوه ورځې وړاندې دوه بلوچان “پیر داد او بشام” په بې رحمانه ډول وژلي دي.
دغه راز پاکستاني پوځیان پر نهه کلن طلال باندې لومړی جنسي تېری کړی او تر هغه وروسته یې وژلی دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، پاکستاني پوځیانو له قلات څخه “بهادر او غلام قادر” هم له ځان سره نامعلوم لور ته وړي دي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More