The news is by your side.

مجردانو زړونه صبر کړئ ګل پاڼه هم لاړه نکاح سوه

خبریال ویب پاڼه/ د پښتونخوا وتلې هنرمنده چې په قد قامت هنر او ږغ سمباله هنرمنده ده پر پښتنې سیمو يې ډیری مینوال د ږغ موسیقي او ښایست سره لا مثاله مینه لري، ځکه نو ټول ورته غوږ دي چې ګل پاڼه به چاته ودیږي.

ګل پاڼه نکاح سوې خو دې نه ده منلې رسنیو راپورونه ورکړي چې ګل پاڼې ته نژدې کسان دا تاید کړې چې دې نکاح کړې او له یوه پکتیاوال ځوان سره به د ژوند ملګرتوب کوي خو خپله ګل پاڼې دا رد کړې او ویلي يې دي چې دا خو په دې اوازو سره هروخت واده وي.

د ګل پاڼې هنري او شخصي ملګرې وتلې هنرمندې نیجه فیض پر ټیک ټاک باندې یوه ویډیو کې منلې چې ګل پاڼې واده نکاح له یوه افغان ځوان سره سوې چې د پکتیا ولایت دی.

پاکستانیو رسنیو هم دګل پاڼې د نکاح خبر خپور کړی او دا یې لاهم ویلي چې د دې په نکاح کې د سیاسي ګوند مسلم لیک یو مهم مشر ارباب حضرحیات هم ګډون کړی وو.

نجیبه فیض د یو چا په ځواب کې چې پر ټیک ټاک يې پوښتنه ترې کړې وه وویل، ګل پاڼې نکاح وکړه، شکر الحمدالله، الله ج دي نیک بخته کړي هغې په خپلو خبرو کې ویلي چې ګل پاڼې زموږ له افغان سره نکاح کړې ځدراڼ دی د پکتیا دی او الله ج دي د دواړو قسمتونه د ښو کړي.

کله چې رسنیو له دې هرڅه سره سره د مسلم لیک مشر خضر حیات وپوښته نو هغه وویل چې  زه د دې کار نه رد کوم او نه هم تائید یعني داسې ښکاري ګل پاڼه نور د مجردانو له لیسته ووتله او یوه افغان ځوان په نکاح کړله تر دې وړاندې هم افغان ځوانانو له پښتونخوا ښکلې هنرمندانې راوړې وې چې یوه یې هم د پښتو ژبې سندرغاړې نازیه اقبال ده چې یوه ننګرهاري ځوان جاوید فضا واده او اوس ترې څو ماشومان لري.

ګل پاڼې بیا ویلي دا هسې اوازې دي او زه د ټولنیزو رسنیو په خوله هره ورځ واده یا نکاح یم خو دا به وروسته مالومه سي چې ایا ګل پاڼه نکاح او که لاهم مجرده ده

Comments are closed.