The news is by your side.

حلیمي: موږ طالبانو ته کافران نه یو، خو دوی…

خبریال ویب پاڼه/ نن په مکه مکرمه د افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ د اسلامي همکاریو سازمان او سعودي عربستان دیني عالمانو په حضور کې اسلامي کنفرانس ترسره سو چې پکښي مهمې بحثونه وشول.

که څه هم پاکستاني  لوري د طالبانو په هکله او د هغوی د جګړې هیڅ یادونه ونه کړه خو د هېواد د ارشاد حج اوقافو وزیر محمدقاسم حلیمي په هېواد کې روانه جګړه ورور وژنه وبلله او زیاته يې کړه چې باید دا وینه تویونه نور پای  ته ورسیږي.

ښاغلي حلیمي د طالبانو د انحراف په هکله وویل چې موږ هغوی ته د کافرانو خطاب نه کوو، ځکه هغوی مسلمانان د قبلې اهل او کلیمه وایي خو هغه وویل طالبان برعکس حکومتي لوري ته ولاړ کسان کافران بولي او مرګ يې واجب بولي.

قاسم حلیمي د اسلامي همکاریو سازمان څخه غوښتل چې په افغانستان کې دي روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره یوموټي سي او نور دي وینې تویونې ته د پاي  ټکی کښېږدي

ټولو ګډونوالو د افغان جګړې په دریدلو او یوې دایمي سولې ته د رسیدلو لپاره ټینګار وکړ سعودي کې د پاکستان سفیر وویل چې یو شمېر کړۍ چې یادونه یې ونکړه افغانستان کې سوله نه غواړي

د پاکستاني لوري دریځ

د اسلامي همکاریو په چارو کې د پاکستان وزیر نورالحق قادري وویل چې اسلام هر وخت په سوله او امن ټینګار کړی او همدارنګه اسلام د سولې او امن دین دی او دا اعتراف يې هم وکړ چې یو مسلمان بل ته تاوان او درد نه رسوي رضوان شیخ چې د اسلامي همکاریو سازمان پاکستانی استازی دی هم ویلي چې افغانان دي په خپلو منځنو کې سره جوړ شي او سوله د دوی په ګټه هم ده

ایا پاکستان مسلمان نه دی او که اسلام نه مني

پاکستان او استازي يې خپله وایي  چې یو مسلمان باید بل ته درد او ضرر ونه رسوي خو پاکستان څلویښت کلونه افغانانو ته هغه دردونه ورسول چې په هیڅ دین او هیڅ انسانیت کې نسته دلته یې ترهه ګرۍ جاري کړه افغانان يې ووژل او له ژونده يې بیزاره کړل خو کله چې د اسلام او غونډې وخت سي نو بیا لوی ږیري کسان را مخ ته او تر ټولو ښې کیسې کوي.

نن په سعودي کې د افغانستان پآکستان او اسلامي همکاریو سازمان یو شمېر استازو او دیني عالمانو جرګه کړې او افغان جګړې او سولې په هکله ږغیدلي چې پاکستاني استازو خپله اعتراف کړی چې مسلمانان یو د بل ورورڼه او ازار ازیت یو بل ته نه رسوي خو پاکستان ولې لاهم له خپلو  مردارو پالیسو نه لاس په سر کیږي او د یوه مسلمان په حیث ولې د افغانانو له زورولو لاس نه اخلي ټوله نړۍ همدې هېواد ته په تمه ده چې څه وخت به خپله نیابتي جګړه په افغانستان کې و دروي

 

 

Comments are closed.