The news is by your side.

ولسمشر وايي، طالبان د سولې له خبرو ځان کاږي

خبریال وېبپاڼه/ ولسمشر محمداشرف غني یو ځل بیا طالبان د سولې خبرو کې په بې پروايي او لټي تورن کړي دي او ویلي یې دي چې دغه ډله د سولې له خبرو ځان کاږي.
ولسمشر ویلي چې افغان دولت د سولې خبرو ته ژمن دی خو طالبان جدي مذاکراتو ته نه حاضرېږي او په یوه او بله بهانه دغه پروسه ځنډوي.
نوموړي دا څرګندونې نن په ارګ کې د سره صلیب کمېټې له نوي رییس ایلوا فیلیون سره په لیدنه کې کړې دي او د طالبانو دغه عمل یې غندلی دی.
د ارګ د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د سره صلیب پخواني رییس د نوي رییس د معرفي کولو تر څنګ وویل چې دوی په دوحه کې د جمهوریت او طالبانو ډلې مذاکراتي پلاویو سره په اړیکه کې دي، څو د بشري حقونو بین المللي قوانینو اړوند مسایل د عمده بحث په توګه د سولې خبرو کې په پام کې ونیسي.
ارګ وایي چې ولسمشر غني د افغانستان لپاره د دغه بنسټ پر راپورونو د نیوکې ترڅنګ ویلي چې یاد بنسټ باید په افغانستان کې د ماینونو د ځای پر ځای کولو په اړه غبرګون وښیي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې چې په دوحه کې د سولې په خبرو کې د بشري حقونو بحث ته هېڅ پام نه دی شوی او باید دغه موضوع د یادو خبرو مهمه برخه وګرځي.
ولسمشر غني داسې مهال طالبان د سولې خبرو کې په بې پروايي تورنوي چې یو ځل بیا د هېواد په ګوټ ګوټ کې جګړې زور اخیستی دی او یو شمېر ولسوالۍ تازه د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.
دغه وضعیت عام افغانان سخت اندېښمن کړي دي او په ښکېلو اړخونو یې غږ کړی دی چې باید ژر تر ژره یوې پایلې ته سره ورسېږي، څو نور افغان وژنه ودرېږي.
که څه هم مالومه نه ده چې د سولې خبرې به بیا ژر پیل شي او که نه، خو داسې هیله مندي شته چې راتلونکو څو ورځو کې به دغه لړۍ بیا پیل شي.

Comments are closed.