The news is by your side.

چې بهرني ځواکونه نه وي د جګړې هیڅ دلیل نشته

خبریال ویب پاڼه/ له افغانستان د ټولو بهرنیو ځواکونو  په وتلو سره داسې ډيري غوښتنې وشوې چې طالبان باید جګړه پای ته ورسیږي ځکه چې نور د جګړې د دوام لپاره هیڅ پلمه نشته.

پرهمدې مهال په سعودي عربستان کې جوړ شوي اسلامی کنفرانس کې هم د اسلامي همکاریو سازمان غړو د سعودي  افغانستان او پاکستان دیني عالمانو هم وویل چې د ټولو بهرنیو ځواکونو وتلو وروسته د جګړې هیڅ توجې نشته او باید داوینه توینه بنده شي.

دې دیني عالمانو په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو لورو وغوښتل چې خپل مخالفتونه او غوښتنې دي د خبرو له لارې ختمې او یوه حل لاره دي ورته ولټوي.

خو طالبان بیا خپلې جګړې ته بل لوری لټوي هغوی اوس هم ورته جهاد وايي او د نړۍ څه دیني عالمانو چې د دې جګړې په هکله فتواوې ورکړې دي هیڅ یوه يې نه ده منلې او ټول ګوډاکي دیني عالمان بولي.

د پاکستان فتوا

که څه هم د پاکستان دیني عالمان او استازو په دې یو ورځني کنفرانس کې ګډون کړی وو، خو بیا هم يې هم ګډون زړه نا زړه وو، او یوازي يې ځای اشغال کړی وو، دلته باید مهم محور د پاکستان پالیسي او د افغان جګړې په هکله د دوی تګلاره وای چې څنګه پاکستان باید نور د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي او د افغان جګړې په کابو کولو کې داهېواد رښتینی رول ولوبوي.

دې کنفرانس به هغه وخت نتیجه ورکړې وای چې جګړې باندې نه پاکستان باندي خبرې شوې وای او د دې هېواد کړنې د اسلام له نظره ارزول شوې وای دا چې دوی ځان ته اسلام وایي او کړنې يې له ټولو اسلامي اصولو سره په ټکر کې دي باید پوښټه ترې شوې وای، خو دا چې پر عمومي  جګړه باندې د ورور وژنې او یاهم مسلمان وژنې نوم ایښودل کیږي نو ښکاره خبره ده چې پاکستان افغانستان ورور وژنه او مسلمان وژنه ترسره کوي او باید نوره يې مخه اسلامي هېوادونو نیولې وای چې نور دي غیري اسلامي او غیري انساني سیاست په افغانستان کې  بس کړه جګړه و دروه او ځه الله ج دي مل شه خو هیڅوک پیدا نه شو چې په دې الفاظو ورته ووايي

Comments are closed.

koi finance