The news is by your side.

د سرتیرو وتلو وروسته د هوايي ملاتړ په هکله د امریکا تازه دریځ

خبریال ویب پاڼه/ تیره ورځ داسې راپورونه خپاره شول چې د سرتیرو وتلو وروسته که چیري طالبان د کابل او یاهم نورو لویو ښارونو د نیولو هڅه وکړي نو امریکا به پرې هوايي بریدونه وکړي.

پرهمدې مهال د امریکا دفاع وزارت لوید استین په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان څار او جنګي ماموریت له پخوا لا پیل شوی دی او اوس دوام لري.

استین چې د سنا مجلس د دفاع جرګه ګۍ ته یې دا خبرې کولې وویل دا به ډیره ستونزه منه وي چې د امریکايي ځواکونو وتلو وروسته په درسته ډول د افغان ځواکونو پوره هوايي ملاتړ وشي.

ده د خپل نوی ماموریت په هکله وویل چې اوس امریکايي ځواکونه هوايي ګزمې او نظارتي الوتکې فارس خلیج څخه افغانستان ته لیږي او خپل  ماموریت ترسره کوي.

که څه هم امریکا به ووزي خو په یوه او بل نامه غواړي په افغانستان کې حضور ولري او د لویو ښارونو د جګړې د کابو کولو لپاره يې د مرستې ټټر هم ښورولی خو تراوسه پوري  د امریکا دفاع وزیر په دې هکله پوره مالومات نه دي ورکړي.

جګړه او اوسنی حالت

که څه افغان دولت د حالت د کابو کولو خبره کوي خو نژدې هره ورځ د ولسوالیو سقوط هغه خبرونه دي چې خلک یې اندېښمن کړي دي افغان دولت ویلي چې له ټولو ولسوالیو تاکیتکې شاتګ شوی او ډیر ژر به له لاسه وتلې سیمې بیرته ونیول شي.

افغان ځواکونه په اوس وخت کې نسبتا په ښه حالت کې دي او داسې مالومیږي چې که چیري د نړیوالې ټولنې مرستې له دې ځواکونو سره لږ هم  اضافه شي نو لیري  نه ده چې دا ځواک به په یوازي سر وکړای شي چې افغانستان له ستونزو سره سره بیا هم اداره کړي.

د امریکا او نړیوالې ټولنې دریځ

امریکا او ناټو د خپلو ټولو سرتیرو له وتلو وروسته اعلان وکړ چې له افغان حکومت او ځواکونو سره به خپل دوامداره مرستو ته ادامه ورکوي او د افغان ځانګړو ځواکونو روزنه به هم له افغانستان څخه بهر د دوی له لوري جریان ولري دې مرسته کوونکو د خپلو مرستو د زیاتولو هم ویلي او په دې وروستیو کې ښکاریږي هم

Comments are closed.