The news is by your side.

د ترکي سرتیرو پریکړې سره  په هکله طالبانو څه وویل؟

د ناټو چوکات کې ترکي سرتیري هم په دنده بوخت دي او داسې ښکاري چې د ناټو سرتیرو وتلو وروسته به بیاهم ترکي سرتیري افغانستان پاتي وي طالبانو تازه ترکیې ته خبرداری ورکړی.

ترکیې ویلي چې  دوی چمتو دي ترڅو د کابل هوايي ډګر مسؤلیت هم واخلي او په ښه توګه يې ترسره کړي خو طالبانو له ترکيې غوښتي چې د دوحې هوکړې له تړون سره سم دي خپل سرتیري له افغانستان څخه وباسي.

د طالبانو د قطر غړي سهیل شاهین په خپلو تازه څرګندونو کې د ترکیې د هغې پریکړې چې د ناټو ځواکونو وتلو وروسته به د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر مسؤلیت اخلي هم مخالفت ښودلی په ورته وخت کې د دې وسلوالې ډلې یوه ویاند ویلي چې هیڅ یوه بهرني هیواد ته به اجازه ورنکړي چې افغانستان کې سرتیري  وساتي.

د ناټو او امریکايي سرتیرو وتلو وروسته د افغانستان د هوايی ډګرونو خصوصا د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د امنیت او تنظیم  په اړه اندېښنې زیاتي دي خو ترکیې ویلي دوی چمتو دي چې د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د کابل هوايي ډګر مسؤلیت پر خپله غاړه واخلي.

طالبانو بیا ویلي چې راغلي ټول بهرني سرتیري باید پر ټاکلې نېټه ټول له افغانستانه ووزي او هیڅ یوه بهرني هېواد ته به اجازه ورنکړي چې سرتیري په افغانستان کې وساتي، د طالبانو په دې خبرداري ترکیې او افغان دولت څه نه دي ویلي.

د هوايي ډګرونو امنیت او تنظیم

مهمه دا ده چې نړیوال هوايي ډګرونه په افغانستان کې سم اداره تنظم او امنیت يې وساتل سي او ښايي افغان دولت هم یو نړیواله ټاکنه ولري او کوم هېواد چې د دې ډګرونو امنیت ساتي ورته وبه یې سپاري ځکه چې اوس مهاال د امکاناتو او فني ټیم نه شتون کولای سي چې افغان حکومت له ستونزو سره مخ کړي.

ناټو ویلي چې د کابل هوايي ډګر د مصارفو د ورکړې په برخه کې همکاري کوي او همدارنګه افغان دولت هم د کابل هوايي ډګر ترڅنګ په هېواد کې د نورو هوايي ډګرونو د امنیت او خوندیتوب لپاره لومړیتوب وړاندې کړی او ښايي د خپل ټولو امکاناتو په کارولو سره دا چاره هرو مرو ترسره کړي

Comments are closed.