The news is by your side.

اسلامي هېوادونه دي دا ځل پر افغان جګړه نه پر پاکستان فتوا ورکړي

خبریال ویب پاڼه/ تاسو جریان کې یاست چې د ټولې نړۍ دیني عالمانو اسلامي سازمانونو او ټولنو په افغانستان کې روانه جګړه یوازي مسلمان وژنه او ورور وژنه وبلله او د دې جګړې د دردیدلو غوښتنه يې وکړه، خو لاهم دا جګړه په درز روانه ده.

تیره ورځ هم د سعودي، افغانستان، پاکستان دیني عالمانو او اسلامي همکاریو د سازمان غړو ترمنځ یوه ورځنی اسلامي کنفرانس دایر او د افغانستان د جګړې په هکله بحث وشو دې کنفرانس هم د ټول اسلام په څېړلو سره دې پایلې ته ورسیدل چې  د افغانستان روانه جګړه ناروا او مسلمان وژنه ده چې دا تکراري خبرې وړاندې هم ترسره شوې او هیڅ ګټه یې نه ده کړې، ترټولو بده لا دا چې په دې کنفرانس کې د پاکستان استازو او عالمانو روانه جګړه ډیره وغندله خو هیچا ورته ونه ویل چې دا ناروا جګړه ستاسو د ناسم سیاست ثمره ده یوه مهمه نظریه داده چې داسې که سل او شل کنفرانسه وشي نو همدا به یې   نتیجه وي چې رسنیز به شي خو څوک به یې پایلې و نه مني او په افغانستان کې به دا جګړه روانه وي.

باید څه وشي چې جګړه پای ته ورسیږي؟

که موږ له ټولو فتواوو کنفرانسونو او ټولو هلو ځلو سره بیاهم نه یو توانیدلي چې دافغانستان موضوع ته حل لاره پیدا کړو نو ښايي ټولې هڅې  مو غلطې وي د افغانستان د معضلې سرچینه یوازي پاکستان دی او په ټولو اسلامي هېوادونو لومړی باید پاکستان تر غاړه و نیول شي او ورته وویل شي چې نور دي د نیابتي جګړې پای رسیدلی او د اسلام له ادرسه دا غیري اسلامي جګړه و دروه پر دې هکله باید نړیوال دیني عالمان جرګه شي چې که د اسلامي هېواد په نوم یو هېواد را ولاړیږي او د بل مظلوم اسلامي هېواد په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي تیری  کوي او دا سلسله څلویښت کلونه نیسي  د اسلام له نظره باید کومه سزا ورکړل یاهم کوم عکس العمل باید ورته وښودل شي نو ډیر ژر به یوه پایله په لاس راوړي او حتمي ده چې پاکستان به یا له ټولې اسلامي نړۍ سره دښمني کوي او یا به خپلو سیاستونو ته تغیر ورکوي.

تر اوسه د فتوا وو، او کنفرانسونو پایلې؟

تراوسه پوري سلګونه نړیوالو دیني عالمانو د حرم شریف متولیانو اسلامي ټولنو سازمانونو او نورو د افغان جګړې په هکله کنفرانسونه مرکې او څرګندونې کړې او ټولو يې روانه جګړه غیري اسلامي، غیري انساني او ورور وژنه بللې او د دې جګړې د ژر دریدلو غوښتنه يې کړې خو د جګړې ښکېلو لورو پرې هيڅ باک نه دی کړی او لاهم یې هم جګړه نوره سخته کړې، چې  روانو کنفرانسونو او څرګندونو هیڅ پایله نلرله او نتیجه یې صفر وه، له دې امله دا نتیجه هر وخت صفر راځي  چې جګړه د پاکستان په لاس کې ده چې تل يې اسلام ادرس ګرځولی او خپلو شومو موخو رسیدلو ته يې کوښښ کړی او ځان يې د افغانانو په وینو لمبولو ورته رسولی خو هیچا ورته ونه ویل چې ولې، د افغانستان جګړه تمویل تجهیز مرکز بانډ او هرڅه لري د طالب پر  ضد چې فتوا ورکولای سو ولې د هغه چا چې د نړیوالو ترهه ګرو ملاتړ او تجهیز کوو، پر وړاندې چپ یو افغان دیني عالمانو تل د پاکستان د ناسم سیاست په وړاندې دریدلي خو له بده مرغه چې په یوه او بل نوم شهیدان سوي خو نړیوالو ته باید دا اواز ورسول شي چې د افغان جګړې تمویل او تجهیز پاکستان کوي او د دې هېواد د کړنو په هکله باید یو اقدام وشي ترڅو موږ يې له شر او فسا څخه خلاص شوي و اوسو

Comments are closed.