The news is by your side.

د م.م امنیت شورا له افغان حکومت بېړنۍ غوښتنه کړې

خبریال وېبپاڼه/ په افغانستان کې د جګړې زیاتېدو د افغانانو ترڅنګ د نړۍوالو حوصله هم نور تر پوزې راوستې ده او ویلي یې دي چې دغه وضعیت نور د منلو وړ نه دی. 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو او د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله اندېښنه ښودلې ده او دغه وضعیت یې د جدي اندېښنې وړ بللی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه خپره کړې اعلامیه کې په بغلان کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې پر کارکوونکو برید هم په کلکو ټکو غندلی دی او په خبره یې د هغو کسانو په نښه کول ستر بشري جنایت دی چې بشردوستانه خدمات ترسره کوي.

 د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي دوی د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ترهګریزو کړنو مخالف دي او ټولې هغه کړنې غندي چې پکي بېګناه او ملکي وګړي وژل کېږي.

سرچینې له افغان حکومت غوښتي چې ددغه ډول بریدونو په اړه ژر تر ژره پلټنې وکړي، سرچینې او ملاتړي یې پیدا کړي او د قانون منګولو ته یې دې وسپاري.

دوی ویلي چې افغان حکومت دې د دغه برید د عاملینو د نیولو او د قانون منګولو ته د سپارلو له لارې د قانون او عدالت د حاکمیت مسله عملي کړي او نور دې د دغه ډول بریدونو تکرار ته اجازه نه ورکوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه راز پر طالبانو هم غږ کړی دی چې باید تاوتریخوالی کم کړي او د سولې بندې دروازې دې د اوربند له لارې پرانیزي.

دوی ویلي چې طالب ډلې په بې رحمانه ډول تاوتریخوالی جاري ساتلی دی چې نور هیچا ته د منلو وړ نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې تر بل هر وخت یو ځل بیا جګړې زور اخیستی دی او هره ورځ لسګونه ملکي او نظامي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي او په تاوتریخوالي کې هېڅ راز کمښت نه دی راغلی.

Comments are closed.