The news is by your side.

په کونړ کې د طیبه لښکر مهم قوماندان ووژل شو

خبریال وېبپاڼه/ تېره شپه د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالي په ګلاپړۍ سیمه کې د لشکر طیبه نامتو قوماندان حبیب مشهور په ذاکر د نامالومو وسلوالو لخوا وژل شوی دی.
د سرکاڼو ولسوال سید زېور شاه سادات خبریال وېبپاڼې ته وویل، چې د یاد ترهګر جنازه په مخفي توګه د پشد کلي مړستون کې خاورو ته سپارل شوې ده.
لشکر طیبه د پاکستان توندلارې مذهبي ډله ده، چې د القاعده نړیوال سازمان، طالبانو او داعش سره اړیکې لري.
یاده ډله هندوستان کې په زیاتو ترهګریزو بریدونو تورنه ده او لسګونه ځانمرګي یې هندوستان کې نیول شوي.
د کارپوهانو په اند؛ له څو کالو راهیسې د پاکستان دولت د لشکر طیبه ډله کنړ کې ځای پر ځای کړې، چې موخه یې داعش ډلې ته جلب و جذب او بستر هوارول ګڼل شوي.
طیبه لښکر څوک دي؟
د طيبه لښکر (په اردو کی: لشکر طيبه) د مركز الدعوة والارشاد یوه پوځی برخه ده چی په جنوبي او مرکزي آسیا کی د هند او امریکا پر ضد عملیات کوي.
دغه سني افراطي تنظیم د حافظ محمد سعید، عبد الله يوسف عزام او ظفر اقبال لخوا جوړ شو.
د تنظیم مرکز په پاکستان کی د پنجاب په ایالت کی لاهور ته نژدې پروت دی. د طيبه لښکر په کشمیر کې د تمرین (مشق) مرکزونه د مجاهدینو لپاره جوړ کړ. د طيبه لښکر په ځانگړي ډول په کشمیر یا هند کې د هندوستان پر پوځي او غیر پوځی اهدافو بریدونه کوي. دغه مذهبي ډله د پاکستان د استخباراتي شبکې انټر سرويس انټېلېجنس لخوا روزل کېږي، ترڅو په کشمير کې د هند پر ضد و جنگيږي، خو د څېړونکو په آند ، د دې سره چي پر دې ډلي د اسلام آباد لخوا بنديز لگول شوی دی، خو په غيري رسمي توگه بيا هم ددغه شبکې لخوا حمايه کيږي.
د طالبانو او لښکر طیبه ترمنځ د اړیکو د درلودلو په اړه هم وخت ناوخته را پورونه ورکول کېږي.

Comments are closed.