The news is by your side.

افغانستان کې چې جګړه نه وي پاکستاني پوځیان هم نه هلاکیږي

خبریال ویب پاڼه/ په افغانستان کې د درنو نښتو سره هممهاله په وزیرستان او بلوچستان کې د پاکستان دولت په ورځني ډول د لسګونو عسکرو د هلاکت خبر ورکاوه په تیره کله چې دلته لويي جګړې لکه د هلمند او لغمان جګړې چې پیښې سوې.

د پاکستان دولت هغه مهال چې په وروستي ډول د لغمان جګړه پای ته ورسیده نو حتمي ده چې  د جګړې له پای ته رسیدلو وروسته اجساد انتقالیږي نو له جګړې وروسته به خود بخوده د پاکستان عسکرو تلفات هم زیات سول.

لویو جګړو ته پاکستاني ملېشې هم راځي

په عمومي ډول د تیرو کلونو په تکرار دلته پاکستان خپل حضور ان د جګړې تر لیکو  هم رسولی او نژدې د طالبانو  په یوه ډله کې دوه یا درې پاکستاني ماهرین حتمي شتون لري او د افغان جګړې د پرمخ بیولو لپاره دلته شتون لري.

لویو جګړو ته پاکستان ډيرځله خپله مېلشه د طالبانو جامو کې استولې او د لویو پلانونو سره سره بیاهم په هلاکت له افغانستانه رخصت شوي دي.

مهمه خبره داده چې پاکستان له صفره بیرته تر صفره د افغانستان په چارو کې لاس وهنه کوي او غواړي د لته خپل شتون او نفوذ ولري.

پاکستان پخوا دوه مخی اوس درې مخی سیاست چلوي

په افغانستان کې د امریکا شتون او ګډون د دې لامل سوی چې پاکستان درې اړخیزه لوبه پیل کړي که له یوې خوا خپلې مېلشې افغانستان ته د جګړې کولو لپاره د طالبانو په جامو کې استوي نو له بله پلوه امریکا او د امریکا په غوښتنه د افغان دولت هم ډیر خیال ساتي اوس پاکستان له څنګه چې ویل سوي دي د تصمیم نیونې  په حالت کې دی او پلان جوړوي چې راتلوونکې افغانستان لپاره دوی باید کومه لوبه او پالیسي ولري، طالبان د دوی ستراتيژیک ملګري او ان په ځینو مرحلو کې عسکر هم دي هغوی هیڅکله له لاسه نه ورکوي افغان دولت اوس د نړۍ په کچه منل سوی قانوني دولت دی اساسي قانون او ټول قوانین لري او پاکستان د یوه ګاونډي په صفت اړینه ده چې ډیر څه رعایت کړي، امریکا په سیمه کې د یوه لوی اقتصادي ډونر او یوه زورو مشر حیثیت لري چې پاکستان به يې د پیسو او مشرتوب مرعت وکړي.

نو د پاکستان اوسني وضعیت او سیاست ته په کتلو سره درې اړخیزه لوبه پیل کړې چې اوس مهال په خپله پکښي پساو دی او کوښښ کوي چې یوه ډله چې اوس مهال طالبان دي څنګ ته کړي پاکستا د یوې سوله ییزې لارې طالبان دې ته هڅوي چې  جګړه وکړي او مشرانو ته يې هم ویلي د افغانستان نورو ښارونو ته ولاړ شي، په دې وروستیو کې پر ګڼو ښارونو بریدونه زیات شوي چې یو لامل يې یو شمېر ولایتونو ته د طالب مشرانو را ستنیدل دي او هغوی خپلو جنګیالیو ته ویلي چې باید پر ښارونو فشار زیات او دولت مصروفه کړئ ترڅو ورته تاوان ونه رسیږي.

د طالبانو په لیکو کې د پاکستانیانو عادي شتون

سیمه ییز خلک وايي کله چې طالبان د افغان ځواکونو کومه پوسته نیسي نو سمدستي طالبان او د پاکستان میلشه ورځي مهم توکي لکه زغروال ګاډي او نورو د پاکستانیانوحق دی هغوی يې په ډیرو لږو پیسو مقابل کې له طالبانو رانیسي او یا یې هم همداسې بیايي همدارنګه نور پرمختللي وسایل خو د پوستې پاتي شوني بیا د طالب جنګالیو دي دا خلک وايي چې پاکستانیان په عادي ورځو کې هم له طالبانو سره ګرزي نو ښايي ځیني د پاکستاني عسکرو له ډلې څخه وي ځکه چې دوی هر کله خپل هدف ته د رسیدلو لپاره کوښښ کوي

افغانستان د پاکستانیانو هدیره

که چیري کره مالومات وسي نو ښايي تاسو مالومات ترلاسه کړئ چې له هرې لويي جګړې وروسته چې د افغانستان په ولایتونو کې پیښې شوې نو د جنازو لويي برخې د پولې هغې غاړې ته تللې او لا به هم روانې وي

Comments are closed.