The news is by your side.

د افغانستان په اړه د ناټو مهمه ناسته

خبریال ویب پاڼه/ د ناټو سرمشریزه جوړیږي او دا ځل به هم د دې ناستې او سرمشریزې یوه برخه د افغانستان پر بحث ور ټوله وي نړۍ ته لاهم افغانستان مهم او له تیرو شلو کلونو راپه دې خوا تر ټولو خطرناک حالت کې دی.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د ناټو غړو ترمنځ لویه سرمشریزه جوړیږي او د نورو بحثونو سره سره به د افغانستان په اړه هم بحثونه وشي.

سټولټنبرګ په خپلو څرګندونو کې  وویل چې د نورو چارو سره سره به د ناټو سازمان ملاتړ له افغان پوځیانو سره وي ناټو ویلي چې د افغان پوځیانو رزونیز او مالي برخو کې مرستې کوي.

د ناټو منشي وویل زموږ پوځي حضور نور افغانستان کې پای ته رسیږي خو زموږ ملاتړ له افغان ځواکونو څخه دوام لري او په یو شمېر برخو کې به د دې ځواک سره مرسته کوو.

د ناټو سرمشریزه به د جون پر ۱۴ نېټه جوړه سي چې پکښي به د افغانستان په هکله افغان ځواکونو او راتلوونکي په هکله بحثونه وشي.

ناټو د افغان ځواکونو لپاره څومره مهمه ده؟

ناټو د افغانستان پوڅ لویه مرستوونکې او تجهیزوونکې ده د دې سازمان راتلوونکې مرستې او ژمنې کولای شي چې د افغان پوځ پر ښه راتلوونکې دلالت وکړي او د دې پوځ راتلوونکی هم جوړ سي ناټو به د افغان پوځ سره تر ۲۰۲۴ کال پوري لويي مالي او نورې مرستې وکړي او له هغه وروسته هم داسې ژمنتیا موجوده ده چې دا مرستې به دوام کوي.

د ناټو تر څنګ امریکا یو بل لوی مرسته کوونکی هېواد دی چې اوس مهال په دې دوه مرسته کوونکو پوري د افغان پوځ او دولت راتلوونکی تر یوه وخته تړلي او زیاته اړتیا لیدل کیږي چې دا ده ډونران د خپلو مرستو په دوام د دولت او پوځ دوام وساتي.

افغانستان د خود کفايي پر لور

افغان ولسمشر څو ځله ویلي چې افغانستان غني هېواد دی او کولای شي چې په راتلوونکې د خپلو کلنیو مصارفو بانډ په خپله پرې کړي د دولت تر ټولو لوی تمرکز پر خپلو اوبو دی چې پر مهارولو سره يې کولای شو چې د ځان بسیاینې پر لور ولاړ شو

Comments are closed.